له کرکې سره د مبارزې او زغم ته بلونکي امريکايي مرکز څېړنې ښودلې، چې امريکا کې په کرکجنو او توکمپالو ډلو کې په ستره کچه ډېروالی راغلی، چې له امله يې امريکا د افراط لور ته روانه ده.
څېړنې ښودلې ده، چې کرکجنې ډلې له الاسکا او هوای پرته نورو ټولو ايالتونو کې خپرې دي او په داسې حال کې چې د دې ډلو شمېر ۲۰۱۴ز کې اووه سوه څلور اتيا و، تېر کال دا شمېره نږدې نهو سوو ته پورته شوې ده.
ياد مرکز وېره ښودلې، چې دغه ډلې به په داسې يوه ځواک بدلې شي، چې مخنيوی به يې ناشونی وي.
د امريکا په روانو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرامب په نامه نوماند بريا د دغې پديدې يوه نښه بلل شوې ده. نوموړی يو متعصب امريکايي بلل کېږي او د مسلمانانو پر ضد له کينې ډکې څرگندونې کوي، هغه له همدې لارې ډېر امريکايان ځان ته ور مات کړي دي.
د امريکا ټکساس، کالفورنيا او فلوريدا هغه ايالتونه ښودل شوی، چې د نورو په نسبت ډېر له کينه گرو او متعصبو ډلو ډک دي، ورپسې نيويارک، پنسلوانيا او ټينيسي ښودل شوي دي.
سرچينې خبر ورکړی، د هغو ډلو شمېر تېر کال دوه برابره ډېر شوی، چې سپين پوستي پر تور پوستو پورته بولي، همداسې د تور پوستو پلوې کينهگرې ډلې تېر کال د پخوا په پرتله خورا ډېرې شوې دي.
له راپور سره سم دغه ډلې د خپلو اندونو او باورونو د خپرواي لپاره له انټرنټه گټه اخلي چې شبکې يې سلگونه زره فعالان لري او هر کال پينځه ويشت زره نور ورډېرېږي.