د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارگ) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له وسله والو مخالفینو څخه غوښتي چې «تاوتریخوالی ودروي» او «د سولې مخامخ خبرو کې دې گډون وکړي چې د کب په منځنیو کې په اسلام اباد کې ترسره کېږي».
د څلور اړخیزې ناستې په څلورمه غونډه کې، چې په کابل کې ترسره شوه، له طالبانو او نورو وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل شول چې د ملي يووالي حکومت سره دې د سولې په مخامخ خبرو کې گډون وکړي.
طالبانو تر دې دمه په راتلونکو خبرو کې د گډون یا نه گډون په باب څه نه دي ویلي؛ خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، نعیم وردگ بي بي سي ته ویلي چې دوی «له هغه څه چې په کابل کې ترسره شوي، خبر» نه دي.
له بلې خوا د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سیاسي چارو مسوول، غیرت بهیر د سولې او خبرو اترو د دغو بلنو هرکلی کړی. د حزب اسلام دغه اسلام اباد مېشتي چارواکي ویلي چې هغوی «تل د سولې د خبرو ملاتړي او پلوي دي».
د گلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي په اړه ویل کېږي، چې ډېری وخت یې د طالبانو په پرتله سولې او روغې جوړې ته تمایل زیات لیدل شوی. حزب اسلامي تر دې دمه رسماً نه ده تایید کړې چې راتلونکې اوونۍ به خبرو کې گډون کوي.