افغانستانسلايډ

جنرال تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزیر په توګه معرفي شو

د ملي یوالي حکومت ولسمشر محمد اشرف غني جنرال تاج محمد جاهد د کورنیو چارو د وزیر په توګه، فرید حمیدي د لوی څارنوال او نور الحق علومي په هالنډ کې د افغانستان د سفیر په توګه معرفي کړل.

د کورنيو چارو وزير نور الحق علومي درې هفتې مخکې خپله استعفا ولسمشر ته وړاندې کړې وه او د هغه له لوري منل شوې وه، ښاغلي علومي په دې اړه يو ليک ولسمشر ته استولی و، چې د استعفا لاملونه يې په کې په ګوته کړي دي.

له ارګه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د کورنيو چارو وزارت نوماند وزير ته امر کړی، څو ولسي جرګې ته د باور د رايې تر لاسه کولو لپاره حاضر شي.

جنرال جاهد وړاندې له دې د هېواد په لويديځ کې هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قومندان و.

جاهد په نظامي برخه کې له حربي پوهنتون څخه لسانس کړی او ۲۲ کاله یې په مختلفو نظامي برخو کې دنده تر سره کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button