د دیل کارنګي پنځوس زرینې ویناوې
ژباړه او راټولونه : عطا محمد میاخېل
۱ ـــ آرامتیا ته د رسېدو له پاره باید په تېر او راتلونکې باندې اوسپنیزه کرښه کش کړئ او یوازې د اوس په اړه فکر وکړئ .
۲ ـــ د نیمګړتیاوو او عیبونو پېژندل تر هنر لیدلو ښه دی .
۳ ـــ که چېرې اخلاقي بدۍ پرېښودل هم شي، نو د ټپ په څېر له رغېدو وروسته به یې ځای باقي پاتې وي .
۴ ـــ موسکا له څو شېبو نه زیاته نه وي، خو یاد یې ټول ژوند پاتې کېږي .
۵ ـــ که چېرې وینې، چې څوک تاته نه موسکی کېږي، نو لامل یې په خپلو تړلو شونډو کې ولټوه .
۶ ـــ که چېرې کېنو او کار ونه کړو، نو ماغزه به مو چینجي وخوري، د ارادې او عمل ځواک به رانه واخلي .
۷ ـــ ترڅو چې کولای شئ د ځان له پاره صمیمي دوستان وټاکئ او پوه شئ، چې هرڅومره مو دوستان ډېروي، په ژوند کې بریالي یاستئ .
۸ ـــ موسکا لګښت نه لري، خو ګټه یې زیاته ده .
۹ ـــ که چېرې د دښمنۍ غوښتونکی یې، نو ځان له خپلو دوستانو څخه غوره وګڼه، مګر که چېرې دوست غواړې، پرېږده چې دوستان دې له تا څخه ځان غوره وګڼي .
۱۰ ـــ هر څه ته مخکې له پېښېدو کتل او لرلید لرل ښه کار دی، خو راتلونکو بد مرغیو ته نن ورځ غمجنېدل ښه نه دي . په هوا کې تر زندان جوړولو ولې ښکلې ماڼۍ نه جوړوئ .
۱۱ ـــ مذهبي ایمان په بشپړه توګه د غم او اندېښنې د درملنې تر ټولو غوره وسیله ده .
۱۲ ـــ تاسو کولای شئ، نورو ته په پام سره د دوه میاشتو په لړ کې ډېر دوستان پیدا کړئ، تردې چې وغواړئ په دوه کلونو کې د نورو پام ځانته را واړوئ .
۱۳ ـــ موږ د څلورو لارو په وسیله له خلکو سره په اړیکه کې یو او زموږ ارزښت د همدې څلورو شیانو له مخې څرګندېږي، ۱ ـــ هغه کړنې چې ترسره کوو یې . ۲ ـــ هغه څه چې خلکو ته یې ښایو . ۳ ـــ هغه څه چې وایو یې . ۴ ـــ په کوم ډول یې وایو .
۱۴ ـــ د تېروتنې بښنه، پسته غچ اخیستنه ده .
۱۵ ـــ د تکبر حس په ټولو خلکو کې یو شان دی، خو اختلاف یې په څرګندولو کې دی .
۱۶ ـــ چاپړوسي هم ویونکی او هم اورېدونکی بې لارې کوي .
۱۷ ـــ ډېر خلک ډاکټر ته د ورتګ پر ځای، یوه همراز او خوالګر ته اړتیا لري، چې د دوی د زړه درد ته غوږ ونیسي .
۱۸ ـــ کوم شی، چې د انسان د وېرې لامل ګرځي، هغه د پیسو نېستي نه، بلکې د پیسو مصرفول دي .
۱۹ ـــ کله چې دوستي خپل وروستي پړاو ته ورسېږي، نو د کوچنۍ خوابدۍ په رامنځته کېدو سره د ګیلو کیسه پیلېږي .
۲۰ ـــ نارینه د مېرمنو مخ ګوري، نه کالي .
۲۱ ـــ له نورو سره وخانده، خو په نورو پورې مه خانده .
۲۲ ـــ پرېږده، چې مخاطب داسې خیال وکړي، کوم فکر چې تا ورکړی، خپل یې دی .
۲۳ ـــ له شخړې نه داسې تښته، لکه له زلزلې او مار نه چې تښتې .
۲۴ ـــ په هیلو کې بریا، زموږ له ځواک او ارادې سره نېغ په نېغه تړلې ده .
۲۵ ـــ خلک په درې ډوله دي : لومړی د پیسو نوکران . دویم د پیسو ملګري . درېیم د پیسو څښتنان .
۲۶ ـــ اورېدل زده کړئ او غږېدونکی وهڅوئ، چې د ځان په اړه وغږېږي .
۲۷ ـــ خپل کار په غوره ډول ترسره کړه او وروسته خپله زړه چترۍ په خپل سر باندې ونیسه، تر څو د نیوکو له باران څخه دې خوندي وساتي .
۲۸ ـــ هره پېړۍ ځانګړې ناروغۍ لري، د اوسنۍ پېړۍ ناروغي فکر او اندېښنه ده .
۲۹ ـــ په ژوند فکر وکړئ، خو خپګان مه کوئ .
۳۰ ـــ کار تر ټولو ارزانه درمل دي، چې د اندېښنې د له منځه وړلو له پاره زموږ په واک دي .
۳۱ ـــ زه په بېلا بېلو کارونو کې د ځواک او انرژۍ په خپرېدو باندې باور نه لرم .
۳۲ ـــ موږ د دې له پاره ستړي کېږو، چې احساسات مو په بدن کې د عصبي فشارونو د تولید لامل ګرځي .
۳۳ ـــ اې هغه ځوانانو، چې د ژوند په پسرلي کې یاستئ، د ځوانۍ د دې قېمتي جوهر په ارزښت پوه شئ، د ژوند پسرلي مو د طبیعت په پسرلي نېک کړئ .
۳۴ ـــ په هره څانګه کې د بریا رښتینې لار داده، چې په هغه څانګه کې ځان د استادۍ پړاو ته ورسوې .
۳۵ ـــ د دې پرځای، چې له خپلو دښمنانو څخه کرکه وکړو، باید د الله (ج) ډېر شکرونه پرځای کړو، چې زموږ ژوند یې د هغوی په څېر نه دی رامنځته کړی .
۳۶ ـــ که چېرې رښتینې نړۍ پرېږدو او د خوبونو نړۍ پسې لاړ شو، چې زموږ ذهن رامنځته کړې ده، نو دا هغه وخت دی، چې د ځان له پاره مو لېونتوب اخیستی دی .
۳۷ ـــ که څوک وغواړي، چې له تاسره خپله خوښي بدله کړي وې منه، خو غم له هیچا سره مه بدلوه .
۳۸ ـــ په یاد ولرئ، چې د انسان نېکمرغي د هغه په مقام او شتو پورې تړاو نه لري، بلکې نېکمرغي یوازې د هغه په فکر پورې تړلې ده .
۳۹ ـــ که زما له ژونده، زما دوستان لرې کړئ، زه به مطلق صفر شم .
۴۰ ـــ که چېرې غواړې، چې په وېره باندې غالب شې، نو په کور کې مه کېنه، بهر لاړ شه او ځان بوخت کړه .
۴۱ ـــ سیالي او دوستي هېڅکله له یو بل نه انکار نه کوي .
۴۲ ـــ نظم د طبیعت لومړنی قانون دی .
۴۳ ـــ که د کرکې چشمې له سترګو لرې کړئ، نو وبه ګورئ چې ژوند له دغې نه هم ښه او ښکلی دی، چې تاسو یې په اړه فکر کوئ .
۴۴ ـــ ترڅو چې پله ته نه یې رسېدلی، له هغه څخه مه تېرېږه او د تویې شویو شیدو له پاره ژړا مه کوه .
۴۵ ـــ موسکا په بیه نه شو اخیستلای او نه یې په سوال لاس ته راوړلی شو، نه یې په پور او نه یې غلا کولای شو .
۴۶ ـــ په خپلو شونډو موسکا ولرئ .
۴۷ ـــ په را پرېوتو کې زیان نه شته، بدمرغي په بېوزلۍ او خوارۍ کې ده .
۴۸ ـــ که چېرې پوهېږئ، چې ګناهکار یاستئ، نو بې له ځنډه او د زړه له کومې خپله ګناه ومنئ .
۴۹ ـــ دوه کسانو د زندان له پنجرې بهر ته کتل، یوه خټې لیدې او بل راڼه ستوري .
۵۰ ـــ د ستونزې د حل له پاره، لومړی باید حقیقت پیدا کړو .