د بلخ اوسېدونکي د اربکیانو له ظلم او ناروا چلند څخه شکایت کوي. د دوی په وینا اربکیان له عام ولس څخه باج اخلي او د نه ورکولو او یا انکار په صورت کې عام خلک وژني.
شاوخوا ۷ کاله کېږي چې اربکیانو فعالیت شروع کړی دی. په دې کلونو کې دوی د ناامنیو په ډېر والي کې رغنده رول لوبولی دی. تېره اوونۍ د ترینکوټ عام ولس هم د اربکیانو له شتون څخه رسنیو ته شکایت وکړ. د ترینکوټ د اوسېدونکو په وینا اربکیانو لږ عمره ماشومان په زور زیاتي له ځان سره ساتي.
د ترینکوټ د لیرې پرتې سیمې اوسېدونکي «لونگ خان» چې د یو زوی پلار وو اربکیانو ترې زوی ساتلی وو. لونگ خان ډېر کوښښ وکړ چې خپل زوی له دوی څخه وژغوري خو د اربکیانو قومندان ورته د مرگ گواښ ورکړ. له درې ورځو وروسته اربکیانو د لونگ خان د زوی جنازه په عامو موټر کې د هغه کلي ته واستوه.
دا او دېته ورته ډېرې ناوړه پېښې د اربکیانو له کړنو څخه ثبت شوي دي. د افغانستان عام ولس د اربکیانو له شتون څخه وخت ناوخت رسنیو ته شکایت کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څارنې نړیواله اداره طالبان تورنوي چې ګواکې له کم عمره ماشومانو څخه په جګړه ګټه پورته کوي.