جبري دوه ودونه او د اسلامي شريعت اعجاز
اکرام الدين واصل
زموږ د ويښتيا کمی دی، ګنې هغو سختو شېبو کې هم په فکري لحاظ مقاومت شونی وي، چې نړۍ موږ په کې د خپل وژونکي ثقافت په منګولو زندۍ کوي. دا دی له سختو نيوکو او ګوتنيونو وروسته نړۍ کرار کرار هماغه لوري ته رادرومي، چې اسلام د ژوند ټولو اړخونو کې غوره کړی. همدلته د قرآن کريم د احکامو د جانب اعجاز برسېره کيږي.
زما ښه ياد شي، دوه زره پينځم کال و، چې چين فردي ملکيت ومانه. هغه ملکيت چې پېړۍ پېړۍ يې کمونزم مقابله وکړه او پېړۍ پېړۍ يې رجعت پسندي د متوازن فردي ملکيت د ټندې داغ وګاڼه. اخر هم همغه رجعت پسندي د دوی د ترقياتي ثقافت مرجع شوه.
تېر کال چين اعلان وکړ، چې يوې سختې ستونزې سره مخ دی. ستونزه رښتيا هم سخته وه، مګر له سختۍ يې نا اشنايي ډېره وه. په واز کومي يې ومنله، چې چين د ځوانانو له کمښته رنځيږي. رښتيآ هم فطرت سره جګړه ناشوني ده. چينايانو کوښښ وکړ، طبيعت وننګوي، د انسانانو زېږديز فطرت يې هغه ډول محدود کړ، چې تاوان يې يوازې همدوی ته ورواوښت.
جرمنيان هم همدا ډول يوې ستونزې ورنځول، مګر په لږ توپير. جرمني ته د مهاجرينو توپان يو خوا او د فطرت ننګونې بل خوا جرمني الاصله قوم بيخي اقليت ته وغورځاوه. جرمني دا اوس همدا ستونزه لري او جرمنيانو ته د ډېرو بچيو زېږولو ترغيب ورکوي.
چاپان لکه چينايان د ځوانانو کمښت رنځوي. دا خلک ټولې لارې لټوي، که يې له بلې لارې کولای شوای، هيڅکله به يې مسلمانانو سره هغه د جزوي شباهت لار هم نه وای نيولې، مګر الله جل جلاله، چې نړۍ په کوم طبيعت پنځولې، په همغه طبيعت يې ورته احکام رالېږلي، نړۍ مجبوره ده، چې همدې خوا راشي.
دوه زره اوم کال و. اروپا کې د ايډز پر خلاف نړېوال کنفرانس داير و. د سترو هېوادونو ولسمشران ورته راغلي ول. کله چې کنفرانس پای ته ورسېد، قرداد کې د ايډز د مخنيوي اساسي لار دا ښوول شوې وه، چې جنسي اړيکې بايد مصئونې شي او خلک سنتيو ته وهڅول شي.
د دې پر ځای، چې دوی دا پرېکړه کړې وای، چې نا مشروع جنسي اړيکې دې تحريم کړای شي، دا کوښښ يې بيا هم وکړ، چې ځان چوکاټ ته برابر نه کړي او خپل طغيان ته دوام ورکړي. دوی غواړي، که نه، اسلام ځان څرګندوي. د دوی دا قرارداد په ډېر صريح ډول د اسلام حقانيت ښکاروي، ځکه چې د جنسي اړيکو مصئونيت په دې ډېر خوندي دی، چې سړی او ښځه سره د نکاح په تار تړلي وي او دواړه د نامشروع اړيکو له امله رنځونه کور ته رانه وړي. همدا ډول سنتي په شريعت کې د ټولو پېغمبرانو سنت ګڼل شوې. مسلمان ماشوم په اوومه ورځ سنتيږي او اذان و اقامت پسې يې دا د اسلام دويمه او مهمه نښه وي.
دا دی تېره ورځ اېرتېريا دوه ودونه جبري کړل. لامل يې دا و، چې ځوانان لږ او پېغلې ډېرې دي. برتانيه هم ورته ستونزه لري او دا چې برتانويان انګرېزان دي، د ستونزې حل ته په تدريج ور روان دي. دوی اعلان وکړ، چې کوم مسلمانان او هغه خلک چې له يوه زيات ودونه روا بولي، دويم واده کول غواړي، نو برتانوي حکومت به يې مرسته کوي.
اېرتېريا بيا دوه ودونه جبري کړل، مخالفين به په عمر بند محکوميږي. اسلام بيا په ډېر عادي ډول څلور ودونه روا کړي. يو حالت داسې دی، چې فقهاء کرام يې وجوب ته رسوي، ګنې حکم يې سنت دی. کله که يو تن بدني او مالي پياوړتيا ولري او ممکن نارواوو کې ولويږي، فقهاء وايي واده پرې واجب دی.
توقان سره سره د عدل مسئله هم ډېره مهمه ده، چې د ښځو تر منځ بايد د مېړه چار چلن تبعيضي نه وي، بلکې پر عدل بناء وي. اېرتېريا خو ودونه جبري کړل، مګر کوم خلک، چې کمزوري دي، هغه څه مکلف دی، چې بل واده وکړي؟ دا هم طبيعت سره جګړه ده. که څه هم يو سليم الطبع سړی شايد له يوې ډېرې بيبيانې وساتلی شي، مګر ځينې داسې هم پيدا کيږي، چې هغه باندې يوه هم بوج وي، نو دوو سره به څه کوي؟
اېرتېريا که مخکې يو ډول فطرت ننګاوه، نو اوس يې بل ډول ننګوي او سوبه خامخا د فطرت ده. اسلام همدغه فطرت ته په کتو انسانانو ته د خپل رغبت او ظروفو پر بنسټ خبره پرېښې. که څوک يې بدني او مالي توان لري او عدل ساتلی شي، دوه دې وکړي، درې دې وکړي، څلور دې وکړي، که نه وي، نو جبر نه شته.