افغانستانسلايډ

داعش د افغانستان چارتراش قاچاق کوي

ننگرهار کې د داعش جگړه مارو له لوري پاکستان ته د افغانستان د چارتراشو د قاچاق خبر ورکړل شوی دی.


د ننگرهار قومي مخور او د ولايتي شورا غړو د دې خبر پخلی کړی دی. د ولايتي شورا يوې غړې نيلوفر عزيز رسنيو ته ويلي، داعش جگړه مار له څه مودې راهيسې له شينوارو سيمې چارتراش قاچاق کوي او پاکستان ته يې اړوي.

د هغې په وينا د شينوارو اوسېدونکو تېره ورځ لاريون هم ځکه وکړ، چې سيمه يې نا امنه ده او داعش يې چارتراش قاچاق کوي. د شینوارو يو شمېر اوسېدونکو پرون جلال اباد کې د لاريون په ترڅ کې پر حکومت غږ وکړ، چې د داعش مخه ونيسي، که نه ننگرهار به له سقوط سره مخ شي. د شينوارو اوسېدونکو پخوا حکومت د داعش جگړه مارو په ملاتړ هم تورن کړی و.

اغلې عزيزي ويلي، دا چې د اوړي موسم راروان دی، شايد د داعش له لوري پاکستان ته د چارتراشو په لېږد کې تېزوالی راشي. «دغه لرگي ملي او اقتصادي ارزښت لري، دولت يې بايد په اړه ژر تر ژره گام پورته کړي او هغه کسان د قانون منگولو ته وسپاري، چې په قاچاق کې يې لاس لري». د هغې په وينا داعش د دې لرگيو د قاچاق له لارې مليونونه افغانۍ ترلاسه کوي.

د نيلوفر په اند د دولت د وسله والو مخالفينو شمېر ځکه ورځ له بلې ډېرېږي، چې دولت د خلکو دغه ډول غوښتنو ته غوږ نه نيسي او هغوی له دې امله د دولت د وسله والو مخالفينو ليکو ته ورگډېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button