جنرال جان مک نکولسن افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو نوی قومندان ټاکل شوی دی. نکولسن اوسمهال د ناټو د ځمکني ځواکونو مشري پر غاړه لري. نوموړي له دې وړاندې هم افغانستان کې دنده ترسره کړې ده.
ناټو په داسې حال کې افغانستان کې خپل پوځي قومندان بدلوي، چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د پخوا په پرتله ډېروالی راغلی دی.
د امريکا د دفاع وزارت وياند پيټر کوک د دې خبر په تاييد ويلي، نکولسن افغانستان کې د امريکا پوځي ضرورتونو باندې پوی دی او پخوا يې هلته دنده هم ترسره کړې ده.
له نکولسن وړاندې جنرال جان کمپبل افغانستان کې د ايساف ځواکونو مشري کوله. کمپبل د يو نيم کال لپاره دغه دنده ترسره کړه او اوس يې موده په ختمېدو ده. د ايساف د قومندان په توگه د نکولسن د ټاکلو اعلان به د امريکا مشرانو جرگه کوي.
افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو مشرتابه په داسې حال کې بدلېږي، چې د ملي يووالي حکومت د مخالفينو په وړاندې کمزوری شوی دی او پر حکومت د خلکو بې باوري ډېره شوې ده.
د طالبانو وروستيو توندو بريدونو نړيوال ځواکونو يو وار بيا د جگړې ډگر ته ورگډ کړل. دغو ځواکونو د ۲۰۱۴ز له پای ته رسېدو سره سم دلته خپله جگړه پای ته رسېدلې اعلان کړې وه.
د امريکا وروستۍ پرېکړه دا ده، چې د يوې لسيزې لپاره نور هم افغانستان کې خپل ځواکونه وساتي. د پنټاگون يوه چارواکي تېره ورځ ويلي دی، افغانستان داسې هيواد نه دی، چې امريکا دې يې پرېږدي.