خبرونهسلايډ

سوریه: شل ‌زره افغانان د ایران په ننگه جگړه کوي

ایران افغان شیعه ‌گان سوریه کې د بشار الاسد رژیم په ننگه جگړې لپاره لېږي. د الجزیره شبکې له راپور سره سم د دوی ټول لگښت او د کورنۍ میاشتنی خرڅ د ایران له لورې پرې کېږي. د سوریې د جگړې پنځم کال پېليږي، تر دې دمه شاوخوا شل ‌زره افغانان له ایران او افغانستان څخه دې جگړې ته استول شوي دي.

ویل کېږي سوریه کې جنگېدونکي افغانان شیعه مذهبه دي.

د سوریې د ایتلاف مشر انس عبده رسنیو ته وویل: «د حلب ښار په سویل کې څلور تنه افغان جگړه‌ ماري چې د بشار اسد رژیم په ننگه یې جگړه کوله نیول شوي دي». عبده زیاته کړه چې د بشار په ننگه یوازې افغانان نه بلکې د نورو هیوادونو شیعه ‌گان هم برخه لري. ده د پاکستان، لبنان، عراق او په دې وروستیو کې له چين څخه د تللو جگړه‌مارو یادونه هم وکړه.

انس عبده په خپلو څرگندونو کې زیاته کړه چې «ایران د نړۍ شیعه ‌ډلو ته بلنه ورکوي چې سوریه کې د بشار په ننگه جگړه وکړي او د دوی ټول لگښت پرې کوي». عبده همدارنگه وویل: «ایران خپل ځان د نړۍ د ټولو شیعه ‌ډلو مشر بولي، دوی د نړۍ په گوټ گوټ کې شیعه‌ ډلو ته سیاسي او پوځي روزنه ورکوي. دوی غواړي چې د نړۍ نورو برخو کې د شیعه‌گانو په گټه بدلونونه راوړي، ایران د بشار په ننگه جگړه کې شیعه ‌ډلې هڅوي، دوی ته پیسي او روزنه ورکوي چې د بشار رژیم له نسکورېدو وژغوري».

د ایران د نظامي ډلې «سپاه پاسداران» جگړن حسین کناني مقدم الجزیرې ته وویل: «فاطمیون جگړه‌ماري چې شمېر یې له زرگونو تنو څخه اوړي په افغانستان کې روزل شوي دي او هغه چې تر دې دمه د جگړې لپاره برابر نه دي په افغانستان روزل کېږي وروسته بیا د عراق او لبنان له خاورې څخه سوریې ته ننوځي چې د بشار په ملاتړ جگړه وکړي». فاطمیون شیعه مذهبه جگړه‌ماري دي. د دوی اصلي مرکز په عراق کې دی.

د سوریې د ایتلاف جگړن فارس بایوش رسنیو ته وویل: «اوسمهال شل ‌زره افغان شیعه‌گان د بشار د حکومت په ننگه جگړه کوي. د دغو جگړه‌مارو مرکزونه د حلب د ښار شاوخوا سیمو کې دي». د افغان شیعه‌گانو دغه شمېر د سپاه پاسداران ډلې ورځپاڼې «المشرق» هم پخلی کړی دی. ورځپاڼې زیاته کړې چې له ۲۰۱۳ راهیسې ۲۰۰ افغانان د سوریې په جگړه کې وژل شوي دي.

مالي مرستې

له دې ډلې څخه نیول شوو ویلي چې ایران دوی ته د میاشتې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو معاش ورکاوه. ځینې نورو بیا ویلي چې له بند څخه د ازادۍ په شرط یې سوریې ته د جگړې لپاره استولي دي. د سیاسي چارو کارپوه ایرانی «غانمبر نادري» لیکي چې ایران کې رالوی شوي افغانان اوس ایراني فکر لري دوی په سوریه کې د مقدسو ځایونو د خوندي ساتلو لپاره هلته له ایراني پوځیانو سره اوږه په اوږه جگړه کوي، له دوی څخه اوس ډېر وژل شوي هم دي. دغه ډله افغانان د ایران په پوځ کې هم ځای لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button