افغانستانخبرونهسلايډ

د سولې په موخه اسلام اباد ته تللی پلاوي کابل ته له هيلوسره ستون شوی

پرون په اسلا اباد کې د چين، پاکستان، امريکا او افغان حکومت داستازو ترمېنځ په افغانستان کې د دولت او طالبانو تر مېنځ دسولې دپیلېدونکو خبرو دوخت، څرنګوالې او اجنډا پرسر ناسته وشوه، دغې ناستې ته دورغلي افغان پلاوي مشرحکمت کرزی چې تازه له اسلام اباده کابل ته ستون شوی وايي ګډون والو پريکړه وکړه  چې طالبان به دخبرو میز ته کينوي، هغه وويل هغه طالبان چې دخبرو او سولې سره موافق نه وي افغان دولت به يې پرضد جګړه کوي، د اسلام اباد د غونډې بنسټیز ټکي دا وو، چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره یوه لار او نقشه جوړه کړي.

په پام کې ده چې دا نقشه د افغان، پاکستاني، امریکايي او چینايي چارواکو په بله غونډه کې چې په کابل کې کېدونکې ده، پلې بڼه غوره کړي.

پرون داسې رپوټونه هم خپاره شوې وو، چې د اسلام اباد په ناسته کې د سولې د بهير په اړه د پاکستان او افغانستان ترمنځ اختلافات موجود وو، خو حکمت کرزي دغه رپوټونه بې بنسټه وبلل، هغه وويل دوي بريالۍ ناسته لرله په پاتې مسئلوبه په راتلونکې غونډه کې خبرې کوي.

شنونکې په دې باور دي چې ترهغوچې له طالبانوسره دسولې بهير په عملي بڼه څرکند نشي، داسي غونډو ته زیاته هیله نشی کيدای، تيرکال دجون په مياشت هم دحکمت کرزي په مشري يوه پلاوي دچينايي او امريکايي استازو په ګډون له طالبانو سره دسوليزو خبرو په موخه دپاکستان په مري ښارګوټي کې غونډه لرله ، خو وروسته هغه غونډه سمبوليکه اوبې هدفه وبلل شوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button