بنگلدېش کې د جماعت اسلامي بل مشر ته د اعدام سزا اورول شوې
بنگلدېش له څه باندې څلوېښت کلونو وروسته د جگړې مجرمین محاکمه کوي. حکومت په دغه هېواد کې د جماعت اسلامي گوند څو تنه مشران د ۱۹۷۱م کال د خپلواکۍ په جگړه کې د پاکستان له پوځ سره د همکارۍ په تور په دار وځړول.
مطیعالرحمان نظامي د جگړې جرمونو د یوې ځانگړې محکمې له خوا د ډله ییزو وژنو، ځورونو او جنسي تېریو په تور په عدام محکوم شو.
له ۲۰۱۳ راهیسې د جماعت اسلامي د درېوو مشرانو په گډون د اپوزیسیون څلور مشران په دار ځړول شوي دي.
د بنگلدېش لومړۍ وزیرې، شېخ حسینې د جگړې جرمونو څېړلو لپاره په ۲۰۱۰ کال کې ځانگړې محاکمه رامنځ ته کړه چې د خپلواکۍ د جگړې پر مهال شوو جگړې جرمونو څېړنه وکړي چې د بنگلدېشي چارواکو په خبره تر درېوو ملیونه کسانو وژل شوي او پر دوه سوه زره ښځو جنسي تېره شوي وو. بنگلدېش د پاکستان برخه و چې د ۱۹۷۱م کال کې د خپلواکۍ له جگړې وروسته د یوه خپلواک هېواد په توگه راڅرگند شو.
اسلامپالو د محکمې پرېکړه سیاسي بللې. د دوی له نظره حکومت هڅه کوي چې د واکمن گوند مخالفین کمزوري کړي. جماعت اسلامي د شېخ حسینه د حکومت له مخالفو گوندونو څخه دی.
پر نظامي تور دی چې د ۱۹۷۱ جگړې پر مهال یې د البدر ملېشو مشري کوله او د لږهکیو هندو بنگلدېشیانو په وژلو کې يې د پاکستان له پوځ سره مرسته کړې وه.
جماعت اسلامي د پاکستان له وېش او د بنگلدېش له خپلواکۍ سره مخالف و؛ خو دا ردوي چې گواکې په جگړه کې يې ونډه اخیستې ده.