سلايډسيمه او نړۍ
د پاکستان د اسلامي نظرياتي شورا په غونډه کې اخ وډب شوی
پرون پاکستاني رسنیو خبر ورکړ، چې دهيواد دسترې دیني شورا (اسلامي نظرياتي کونسل) په غونډه کې ددې شورا د مشر مولانا محمدخان شيراني او د شورا د يوه غړي طاهر اشرفي ترمېنځ لومړی لفظي شخړه وشوه او بيا د شورا مشر محمدخان شيراني د طاهر اشرفي ګريوان ته لاس واچاوه اورپسې نورو غړو هم دطاهر اشرفي د ګريوان تڼي وشلولې، له غونډې وروسته طاهر اشرفي په داسي حال کې چې خپلې شليدلې ګريوان يې خبريالانو ته ور وښود، محمدخان شيراني يې د دې شورا دمشرتابه لپاره نا اهله وګاڼه، د دې شورا ځينې غړو رسنيو ته ویلي، چې په شوراکې د قادياني ډلې دمسلمان نه ګڼلو پر سر بحث روان و، چې د شیراني او اشرفي ترمېنځ دشخړې لامل وګرځيد.
ياده شورا په پاکستان کې دولت ته د دیني معلوماتو او مشورو ورکولو دنده لري، چې غړي يې ددې هيواد د ټولو اسلامي ډلو اوفقهي مسلکونو له مينځ نه غوره کيږي.