منحط سياسي شعور له منځه يوسئ!/ سيف الله مستنير
په اسلامي خاورو کې که د ډيموکراسۍ او جمهوريت د هرې بڼې بېلابېل جنايتونه هر شېبه د اسلامي خاورو مسلمانان د سر په سترګو ګوري او احساسوي يې. هغوی په برما کې د داسې بشري حقونو د مدافعينو د قصدي چوپتيا په وړاندې لکه «آسان سوچي» روهنګيا مسلمانان له ژوند څخه محروموي، چې ورته نړيوالې جايزې ورکړل شوې دي. د ميانمار ديکتاتور رژيم بې وسه ښځې، ماشومان او سپين ږيري وژني، وهي، ټکوي او سوځوي يې. هغوی مجبوروي، ترڅو خپله سيمه پرېږدي او په تايلند کې غلامي ومني، بنګله دېش، اندونیزيا او ماليزيا ته په لارو مړه او په اوبو لاهو شي، مګر د نړيوالې ټولنې په شمول د دغو مسلمان زادګانو احساس لا هم نه راپاريږي. آن نړيواله ټولنه د ميانمار حکومت ته د مرستې په توګه اقتصادي کڅوړې ورکوي. خو هېڅوک ورته د ترور او وحشت نوم نه کاروي.
دې ته ورته بشار الاسد د امريکا او اروپا په سياسي او د روسيې، ايران، عراق او حزب الله په نظامي ملاتړ سلګونه زره انسانان وژني، لسګونه ميليونه نور د سيمې پرېښودو ته اړ کوي او ګڼ شمېر نور تر بېلابېلو تعذيبونو لاندې شهيدانوي. مګر بيا هم د نړيوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د سازمان له لوري پاڅون کوونکو او وسله والو مجاهدينو ته تروریستان ويل کيږي.
خليجي هېوادونه د آل سلول د رژيم په رهبرۍ په يمن کې د امريکا او انګلستان د ګټو لپاره د هغوی نيابتي جګړه ګرمه کړې او زيدي مسلمانان وژني. په داسې حال کې چې اشغالګر اسرائيلي ځواکونه هره ورځ فلسطينۍ ښځې، ماشومان او سپين ږيري نيسي، بيا يې شهيدان او ټپيانوي. نه څوک خليجي عربي ايتلاف ته تروریست وايي او نه هم اسرائيلي پوځونو ته.
پاکستاني، بنګالي او افغاني وسله وال ځواکونه هم په خپلو ولسونو کې د اسلام او مسلمانانو پر سينو ټوپک را اړولي، د دې پر ځای چې د اسلام او مسلمانانو ملاتړ وکړي، د اسلام او مسلمانانو د ځپلو په موخه د امريکا او ناټو سيمه ييز پلانونه پلي کوي. مګر بيا هم هغه چا ته تروريست وايي چې يا د اشغالګرو پر وړاندې وسله واله جګړه کوي او يا هم د امت د را ويښولو په موخه فکري او سياسي مبارزه.
تر آمو اخوا د روسيې او امريکا ګوډاګي نظامونه هم يوازې له اسلام سره خپلې دښمنۍ ته دوام ورکوي. د اسلامي ثقافت کتابونه يې منع کړي، خلک جوماتونو ته نه پرېږدي، هرڅوک چې اسلامي فکري او سياسي مبارزه کوي، هغوی زندانونو ته اچوي، د هغوی او د هغوی د کورنيو د روحيو د تضعيف لپاره د مسلمانو دعوتګرانو او مبارزينو لاس او پښې په ژوند ماتوي، مجبوروي يې ترڅو خپلو مېرمنو ته طلاق ورکړي، پرته له هر ډول قانوني تګلارې څخه يې د بند مودې اوږدوي. همداراز بېلابېل زهري دارو درمل، بيولوژيکي او کمياوي وسلې په مسلمانو دعوتګرانو باندې په زندانونو کې آزمويي.
د قدس د دفاع شعار ورکوونکی ايرانی ولي فقيه له ستر شيطان سره په ايران کې د «اسلامي انقلاب» له پيل راهيسې د پټې کوږدې او اړيکو وروسته يې سږ کال د واده مراسم د ۵+۱ هېوادونو په شهادت په علني ډول ترسره کړل. چې له دې وروسته به په عربي نړۍ کې د امريکايي ګټو د خونديتوب په موخه امريکايي جګړه په مذهبي بڼه کې پرمخ بيايي. د دغه جګړې عملي پيل په سوريه، عراق او يمن کې ترسره شوی او ژر ده چې په نوره اسلامي نړۍ کې به هم پيل شي.
له دغو ټولو ناخوالو سره په شام کې د امت پاڅون د برياليتوب پړاوونه طی کوي. هره ورځ پراخې قربانۍ ورکوي، ترڅو سېکولر علوي- نصيري نظام له منځه يوسي او پر ځای يې بشپړ راشده اسلامي خلافت رامنځ ته کړي. غرب چې د شامي پاڅونوالو تر منځ د خپل ګوډاګي نظام له ژغورلو څخه عاجز شو، د هغوی د سياسي جاهلو وروڼو له تش په نامه اسلامي دولت څخه يې ګټه پورته کړه، لومړی يې د خلافت په توګه د عراق په سني مېشته خاوره باندې واکمن کړ، خو د بغداد او بشار له سقوط څخه يې د هغوی په وړاندې کلکه دفاع وکړه، مګر د شام د پاڅونوالو پر وړاندې يې له شا نه د تېره خنجر د ګذار په توګه آزاد پرېښود، ترهغه چې د پاڅونوالو ترمنځ يې درز رامنځ ته کړ او د تش په نامه خلافت تر نامه لاندې يې مذهبي فتنې او کورنۍ جګړې ته لمن ووهله. خپل تش په نامه اعلان شوي خلافت ته يې نړيوال رنګ ورکړ. د هغوی جنايتونه يې د افغانستان په شمول د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې نندارې ته وړاندې کړل او له هر جنايت څخه يې کفارو د «تروريزم او افراطيت» تر نامه لاندې جګړې ته زور او مشروعيت ورکړ. ترهغه چې خبره د پاريس تر بريدونو او په ځوابي توګه په سوريه باندې د فرانسې تر بريدونو ورسېده.
خو دا ټول په رسنيو کې د غرب د جګړه ييزې ستراتېژۍ سره سم عامه افکارو ته وړاندې شول. د کفري مدني ټولنو او د سفارتخونو د رسنيو په واسطه يې عامه افکار له واقعيت څخه منحرف او د منحطو مسلمانانو شعور يې د خپل مسلمان ورور پر وړاندې را وپاراوه. تر هغه چې له هر ډول عقيدوي پولې څخه تېر شول او له اسلامي امت سره د بالفعل محارب په تلفاتو يې خواشيني وښوده. هغه يې وغندل او له هغوی سره يې غمرازي څرګنده کړه. دغه کار د غزې د حماس ډلې، د سوريې د پاڅونوالو د جيش الاسلام ډلې، سېکولر اسلامپال اردوغان او ګڼ شمېر نورو رويبضاتو «احمقو» چارواکو ترسره کړ. تر هغه چې په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر د مسلمانانو اولادونو هم په پاريس باندې د وروستيو خونړيو بريدونو سخته غندنه وکړه او له غربي نړۍ، په ځانګړي ډول له فرانسويانو سره يې غمرازي ښکاره کړه.
خو د ملګرو ملتونو استعماري بنسټ، رسنيو او په اسلامي خاورو کې کفري مدني ټولنو د پاريس پېښې د «داعش» په نوم د اعلان شوي حکومت پر وړاندې د عامه افکارو د تحريکولو په موخه له «تروريزم» سره د جګړې ډولونه ووهل. په داسې حال کې چې د دغو بريدونو د عکس العمل اصلي متضرر او اغيزمن به د شام مسلمانان او د هغوی انقلاب وي.
د پايلې په توګه هغه څه چې د حزب التحرير د دعوتګرانو او د هغوی د ملاتړ کوونکو اساسي دنده ده، هغه دا دي؛ چې شپه او ورځ بايد په پرلپسې ډول هڅې وکړي، ترڅو په امت کې دا ډول منحط سياسي شعور له منځه يوسي او په عام ولس کې د اسلامي عقيدې پر بنسټ عامه پوهاوی رامنځ ته کړي. ترڅو هغوی هم د اسلامي قضيو پر وړاندې د جابرو چارواکو، خاينو نظامونو، ملګرو ملتونو د استعاري سازمان، کفري مدني ټولنو او د کفري سفارتخونو د رسنيو خيانتونه د زړه په سترګو درک کړي او په امت کې د ريښتيني تغيير او حقيقي بدلون پروسه لا ګړندۍ کړي او د بشريت او مسلمانانو هغه ريښتينی امين لارښود راشده خلافت يو ځل بيا تاسيس، ترڅو بيا د قيامت تر ورځې د نړيوالو لپاره د پرمختګ، عدل او خير مناره وګرځي.