ولسمشر اشرف غني د پاکستان لوی درستيز سره د دواړو هېوادونو پر امنيتي، ترهگرۍ ضد، د سولې بهير د بياپيلېدو او معلوماتو د تبادلې په اړه خبرې کړي دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني ارگ کې د پاکستان لوی درستيز سره په مخامخ ناسته کې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د مخالفينو د فعاليتونو، دوه اړخيزه اړيکو د بيا رغولو، د کډوالو په ستونزو او نورو اړينو چارو خبرې وکړې.
دواړو لوريو پر دې هم ژمنه کړې، چې طالبانو سره د سولې بهير بيا پيل کړي او هغه ډلې، چې بيا هم تاوتريخوالي ته لمن وهي، بايد دواړه هېوادونه يې پر ضد گامونه پورته کړي.
د سولې بهير د نوي ميکانېزم په اړه د پاکستان لوی درستيز او ولسمشر غني دواړو ومنله، چې د څلور اړخيز مېکانېزم په مرسته به امريکا، چين، افغانستان او پاکستان خپل مسووليتونه پر مخ بيايي او افغان کړکېچ به د سولې له لارې پای ته رسوي.
دواړو لوريو پر دې هم ژمنه وکړه، چې د خپلمنځي باور د بيا رغولو لپاره به جدي گامونه پورته کوي.
په دغه ناسته کې د بهرينو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ملي دفاع وزارت سرپرست معصوم ستانکزی،د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، لوی درستيز او گڼو نورو لوړپوړو سياسي او نظامي چارواکو گډون درلود.
د سياسي چارو کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، چې ولسمشر د قانون خلاف د پاکستان لوی درستیز ته هرکلی ويلي او دا کار بايد د دفاع وزارت سرپرست، يا لوی درستيز کړی وای.
ډاکټر ځلاند زياتوي: «جنرال شريف د سولې سړی نه دی، دی د جگړې قوماندان دی او د سولې په اړه د ده پر خبرو ډېر باور نه شي کېدای».
فيض محمد ځلاند پر ولسمشر دا نيوکه هم کوي، چې دی ولې له پاکستاني چارواکو سره د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو پر مسايلو خبرې کوي او دا خبرې يې د ولسمشر له سويې پورته بللي دي.
د کارپوهانو په اند د سولې بهير کې ټول باور پر پاکستان «سم کار نه دی» ځکه چې د افغانستان کړکېچ په اړه گڼ سيمه ييز او نړيوال اړخونه فعال دي او همداراز افغان حکومت هم ډېر مسووليتونه لري، چې د سولې لپاره زمينه برابره کړي.