تېره ورځ د پروان ولايت بگرام ولسوالۍ باجوړي سيمه پر امريکايي سرتيرو ځانمرگي بريد کې لږ تر لږه پنځه امريکايي پوځيان ووژل شول او شپږ نور ټپيان وو.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرگنده کړې وه، چې په دغه بريد کې ۱۹ امريکايي پوځيان وژل شوي وو.
امريکايي رسنيو ليکلي، چې په دغه ځانمر ګي بريد کې د نيويارک پوليسو د کشف امر جوزيف ليم هم وژل شوی دی.
د نيويارک امنيتي چارواکي وايي، چې ۴۵ کلن جوزيف له دې وړاندې هم دوه ځل افغانستان او يو ځل عراق ته د کشفي دندې په موخه تللی و او د ۲۰۱۴ جنوري کې د نيويارک پوليسو د کشف امر په توګه ټاکل شوی و.
د نيويارک پوليسو مشر بېل براټون د بگرام پېښه خونړۍ بللې او وايي، چې د دوی يو مهم افسر «جوزېف لېم» هم په دغه بريد کې وژل شوی دی.
قوماندان برټون د يوې خبرپاڼې په ترڅ کې خپله خواشيني څرگنده کړې ده: «نن شپه موږ د خپل يو تکړه افسر په مرگ غمجن يو، چې خپل ځان يې د نورو خلکو د ژغورنې لپاره قربان کړ.»
د پنټاگون يو بل لوړپوړي جنرال ويليم شوفېنز هم د جوزيف لېم په وژنه خواشينې څرګنده کړې ده.
«په داسې حال کې، چې موږ او مسيحي ټولنه د کرسمس خوښي نمانځو، د جوزيف لېم کورنۍ او دوستان د وير پر ټغر کيناستل او موږ خپل ځان په دغه غم کې شريک بولو.»
امريکايي چارواکو د تېرې ورځې ځانمرګی بريد په تېرو څلورو مياشتو کې تر ټولو خونړۍ پېښه بللې ده.
د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر هم د پروان پر ځانمرگي بريد خپله خواشيني څرگنده کړې او وايي، چې د دې پېښې غم او وير به تر ډېره زموږ په زړونو کې کوي.