د ټاپي پروژې اهميت او مخکې پراته خنډونه
ملا عبدالسلام ضعیف
بسم الله الرحمن الرحیم
د ټاپي پروژه او یا په بل عبارت د سرو زرو کرښه (ګولډن لاین) د افغانستان او سيمې له پاره خورا لوی اهمیت لري، د دې پروژې د پېل خبرې ۲۱ يوويشت کاله وړاندې په ۱۹۹۴ز کال کې پېل سوي دي، چې تر اوسه یې د عمل جامه نه ده اغوستې، هغه حساسیتونه او رقابتونه چې په سیمهییز او نړیواله توګه موجود وو، اوس هم موجود دي، د دې پروژې د خنډ او ځنډ سبب سوي وه، په ۱۹۹۶ ز کال کې د دې پروژې له پاره درې اړخیز مجلسونه پيل سوه، په ترکمنستان، پاکستان، ختيځ او لویديځ امریکا کې د دې پروژې د اقتصادي او تخنیکي کار له پاره پروګرامونه جوړ سول، خو بیا هم کوم لیکلی قرارداد نوو سوی، یوازي په هغه وخت کې د ارجنټاین یوې کمپني بريډاس په ترکمنستان کې د تفحصاتو او یو څه داخلي صادراتو پېل کړی و، د سېمې د سټلايټ اوسیزميک سروي ښودلي وه چې د افغانستان په شمول دا سېمه د طبيعي معادنو په ځانګړي توګه د نفتو او ګازو څخه ډکه سېمه ده، همدا وجه وه چې د لویو هیوادونو رقابتونه همدې سېمې ته راورسیدل او د همدې موخي لاس ته راوړني په خاطر يې د خپل برخلیک له پاره ګړندۍ هڅې پېل سوې.
امريکا چې په دې وخت کې د روسانو د خطرناکې امپراطورۍ د ماتيدو له کبله یو قطبي قوت پاته سو هر څه يې د ځان بلل، پاکستان هم د امريکا سره تر ډیره همږغی و، ایران بیا ډیري هلي ځلې کولي چې د داخلي صادراتو په ليږد سره د همدې لاري دا پروژه په خپل کنټرول کې راولي، دا چې د امريکا او نوري نړۍ د ایران سره کومه ستونزه وه، همدارنګه د ترکمستان نه لیوالتیا د دې عامل سوه چې داسي لویه پروژه تر ډیره د ایران په خاوره کې ممکنه نه وه، نو د افغانستان په بې ثباتي کې هغوی د خنډ او ځنډ له پاره پوره رول ولوباوه، چې تر ډیره د دې پروژې د ځنډیدو سبب جوړ سو، ترکمنستان هم د خپلې نوي واکمنۍ او د نړیوال رقابت د ضربې څخه د ځان د ساتلو په خاطر تر اوسه پوري ډیره حکیمانه حوصله وکړه.
په ۱۹۹۸ ز کال کې امريکا بې له لاسلیک سوی قرارداد څخه په کابل او اسلام اباد کې د یونیکال کمپنی دفترونه پرانستل، همدارنګه هغوی د کندهار په ولایت کې د کابل بولدک دوه لارې سره نږدې د کمپونډ سېمه کې عملی او تدريبي هڅې پېل کړي، ډیری هغه امريکایي افغانان چې بیا د امریکایي اشغال سره د امریکا له خوا په حکومت باندې هم واکمن سوه د دغي کمپنۍ مامورین او معاش خواره و، خو د امریکا د زور او زر سره سره دوی بیا هم د دغې پروژې په بشپړ خپلولو کې ناکام سول او تر اوسه پوري هم دا کار په عملي ډول سره پېل نه سو.
په ۱۹۹۹ ز کال کې هغه وخت چې زه د معادن او صنائع وزارت معین وم موږ په عشق اباد کې د دې پروژې په اړه مجلس درلودی، درې ورځي موږ د درو هیوادونو استازو خپلمنځې او دا رنګه د هغو کمپنیو د استازو سره مجلسونه درلودل چې په دغه پروژه کې یې د اشتراک لیوالتیا لرله، که څه هم تر دې وړاندې یو ځل ما په دې اړه سفر کړی و او د دې پروژې اړوند ډیرو نورو مسؤلینو هم سفرونه او مجلسونه کړي و، مګر زموږ د ۱۹۹۹ کال ناسته وروستۍ وه، د دې مجلس په دویمه ورځ د یونیکال کمپنۍ په رول باندې ډیري خبرې وسوې، پاکستان په دې باندې زیات ټینګار کاوه چې دا پروژه باید یونیکال مخته یوسي، ترکمنستان د یونیکال سره لیوالتیا نه ښودله او د بريډاس کمپنۍ ته یې تر یونیکال ترجیح ورکوله، موږ په اوله مرحله کې د پاکستان لوری ونیو، د شپې له پاره د ترکمنستان ترکمن باشي یوازې موږ ته یو خاص دعوت راکړ، د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې هغه د افغانانو د احسان د یادونې سربیره درې مهمې خبرې موږ ته وکړي، تر ډيره دا هغه اسرار وه چې هغوی په عام مجلس کې نه سو ویلای:
لومړی: هغه وویل چې موږ د افغانانو د احسان پوروړي یو، دا چې ترکمنستان ازادي واخستله، او موږ به کله هم د دې بدله ورنکړای سو، هغه وویل زما له خوا به د تحفې په توګه دوه کاره افغانانو ته خامخا کیږي، اول دا چې زه به تر هغه ځايه چې وتوانیږم د افغانستان ځينو سېمو ته برق ورکوم او دا به زما تحفه وي؛
دوېم: که دغه د ټاپي پروژه هر څومره هم وځنډیږي دا به اخیر د افغانستان له لاري کیږي که څه هم ځينې هیوادونه دا کار نه غواړي؛
درېم: هغه وویل تاسو ته به دا حساسیت معلوميږي او یا نه؟ خو موږ ته پوره معلوميږي هغه دا چې موږ یو کوچنی او بې دفاع هیواد یو، تر اوسه هم موږ د روسانو تر تاثیر او نفوذ لاندې یو، روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې د امريکا پښې دي همدې منطقې ته راداخلي سي، نو که تاسو هم د پاکستان غوندي د یونیکال غوښتونکي سئ بیا موږ ته دا په ګټه ده چې دا پروژه وځنډیږي، ځکه چې زموږ بقا او امنیت زموږ ملي موضوع ده، په سبا ورځ موږ هم د ترکمنستان وړاندیز تایيد کړ او د بريډاس د کمپنۍ سره مو یو تفاهم لیک یا Memorandum هم لاسلیک کړ، کوم چې امریکایان یې په غصه کړه.
له دي وروسته په لږ وخت کې امريکایانو په کابل کې خپل دفتر بند کړ، یونیکال په کندهار کې فعالیت په ټپه ودراوه او د ملګرو ملتونو د لارې یې په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه ولګول، بهانه چې هر څه وه خو اصلا ستونزه له همدې ځایه پېل سوه.
کله چې امریکا په ګران هیواد باندې یرغل وکړ، د اسلامي امارت نظام یې را وپرځاوه، تر ډیره یې د دغه کمپنۍ کارکونکي او ورسره د هغو موسسو کارکونکي چې دوی یې په یوه او بل نامه استخدام کړي وه د حکومت په رأس کې نصب کړل، خو بیا هم د هغوی په څوارلس کلنه واکمنۍ کې خپل مقصد ته په مستقیم ډول ونه رسیدل، کېدای سي چې د امریکا ومنفي نتيجي ته تر رسیدلو وروسته د هغوی دریځ داسي معلومېږي چې بدل کړی به يې وي، چې امريکایي کمپنۍ دې مستقیما خپله دا کار وکړای سي، اوس دوېم لاس کمپنۍ په مستقیم ډول میدان ته راځي چې کیدلای سي په غیرمستقیم ډول امریکایي کمپنۍ هم خپل حضور وساتي او یا په دوېمه مرحله کې بیرته خپل حضور ثابت کړي.
داسې معلومېږي امریکایان له چین سره هم د یوه نړیوال او سیمهییز قوت په توګه تفاهم ته رسیدلي دي، همدارنګه به د پروژې په تخنیکي برخه کې جاپان او په سرمایه ګذاري کې ناروي هیوادونه هم مستقیما راښکیل سي، په دې توګه به ناروي او جاپان په مستقیمه توګه تر یو وخته د امریکا غیرمستقیم انډول له چین سره وساتي، په دې توګه به د روسانو حساسیت هم یو ډول په نظر کې نیول سوی وي، کوم چې تر ډیره د امریکا خپل چاروکو یا Selfish سترګي سوزي.
د افغانستان رول
افغانستان په دې پروژه کې که وغواړي کلیدي رول ادا کولای سي او دا به د افغانستان په تاریخ کې کیدای سي اول ځل وي چې د یوه داسي اقتصادي پلان نېمه کوربه توب کوي، چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو منافع یو له بل سره تړي، دا هغه څه دي چې د یوه دوامداره سولې پېل کیدلای سي، د دې زرینې او اقتصادي پروژې او موخې څخه افغانستان څو مهمي استفادې کولای سي.
لومړی: له دې پروژې څخه په شمال او جنوب غرب کې د خپلو طبعي زیرمو صادرات په اسانه سره کولای سي او موږ د دې له پاره کافي او لویې زیرمې په هیواد کې دننه لرو؛
دوېم: د دې پروژې د لاري افغانستان خپل صنعت ته وده ورکولای سي همدارنګه د سیمنټو فابریکې له همدې ګازه پوره استفاده کولای سې؛
درېم: د هیواد ډیر خلک او وړې کمپنۍ په کار اچولای سي چې دا به د خلکو په اقتصادي وضعیت کې پوره مرسته وکړي.
څلورم: هغه بند، تړلی او ولاړ ترانسپورټ تر ډیره په کار اچولای سي چې د ترانزيټ سربیره نور تجارت ته هم وده ورکولای سي؛
پنځم: د افغاني تجارانو د تجارت پوره انډول به د شرقي ګاونډي تجارانو سره وساتل سي تر څو په بې ځایه بهانو د اجناسو او تجارت مخه نیول بند سي، او افغاني تجارانو ته د موانعو په ایجاد خورا لوی تاوانونه رسيږي؛
شپږم: د دولت په عوایدو کې به د نورو ټکسونو سربیره هر کال یوازي د ګازو د صادراتو له کبله څلور سوه ملیونه امریکايي ډالره اضافه کیږي.
تر دې ټولو مهم هغه رقیب هیوادونه سره تړلای سي چې په سېمه کې لکه لیوان شا په شا سره بیدیږي او تر ډیره د دې رسۍ کیلي به د افغانستان سره وي او داسي نور….
سوله او امنیت
که په افغانستان کې سوله او ثبات وای نو دا پروژه به شل کاله مخکي عملا پېل او یا ممکن بشپړه وای، خو د سولې او ډاډ د نشتوالي له کبله تر اوسه پوري دا پروژه وځنډول سوه، که بیا هم سوله رانه سي نو دا ګټوره، ډیره مهمه او په نړیواله کچه اقتصادي پروژه به هم داسي د خبرو تر حده پاته سي، ځکه امریکایانو هره ممکنه لاره وازمویله خو هدف ته ونه رسیدل، زور، زر، چلبازي، فشارونه او فزيکي او معنوي رشوتونه، خو باالاخره هغوی هم د خپلي سرټمبګۍ لاره بدله کړه.
د دې پروژې امنیت نه د کابل بې واکه او بلواکه اداره ساتلای سي ځکه چې هغوی تر اوسه د خپل ځان ساتنه نسي کولای، او نه یې طالبان ساتلی سي ځکه چې هغوی د قرار او فرار په درشل کې وي، په یوه معین ځای باندې استقامت نسي کولای، او نه یې خارجي یرغلګر ساتلای سي ځکه هغوی هم ټولي ممکنه لاري وازمویلي مګر یواځي خپلې ککري یې پکښي وخوړلي.
دا پروژه یوازي په یوه ملي تفاهم او توافق سره ساتل کیدلای سي همدارنګه کیدلای سي چې په حکیمانه توګه د سولې له پاره همدا پروژه د سولې د پېل استفاده ور څخه وسي، اوس دا په کار ده چې په سړو مغزو سره مدبرانه فکر وسي چې دا زرین فرصت د لاسه ورنکړل سي او دا د هیوادوالو راټوکیدلي هیلې په ناهیلي سره بدلي نه سي.
احتیاط اونه لیدونکي خنډونه
مهم خنډونه سیاسي حساسیتونه دي چې افغانان باید هغه په ډیره ځیرکتیا سره په نظر کې ونیسي، هغه کمپنۍ او هیوادونه چې د اړونده پروژې په اړه د هغوی مستقیم حضور حساسیتونه پاروي، په نښه او مخه یې په حکیمانه توګه ونیول سي، د دې سره سره چې امريکا د چین، جاپان او ځيني نورو هیوادونو سره یوه تفاهم ته رسيدلي خو بیا هم غواړي چې د ځينې بانکونو د لاري خپلې کمپنۍ سېمې ته داخلي کړي د ADB بانک په بودجه سره د Chevron او Exxon کمپنۍ د یونیکال په عوض داخلې سي چې دا به روسانو ته کله هم د منلو نه وي.
کابل اداره باید د دې پروژې څخه د سولې له پاره د یوه ښه چانس په توګه صادقانه ګټه واخلي، همدارنګه د ملي بنسټ په بنیاد یوه افغان شموله هماهنګي او همکاري رامنځته کړي، طالبان جمع هر منتقد او مبارز باید د دې پروژې په بشپړیدو کې د امنیت او ډاډ په اړه همکاري وکړي تر څو دا زرین فرصت بیا ټکنی نه سي.
ټول افغانان باید په یوه بې طرفانه دریځ سره د کابل په اداره باندې فشار راوړي چې د حقیقي سولې له پاره صادقانه او عملي ګامونه واخلي، نور دا د چل او فریب نه ډک غولونکي کاذب شعارونه په حقیقت سره بدل کړي
د یوه سرلوړي خپلواک هیواد په هیله