تېره اوونۍ ځینو رسنیو راپورونه ورکړل چې داعش په ننگرهار کې سیمه ییزې راډیويي خپرونې پیل کړې دي. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي، په ننگرهار کې د «خلافت غږ» په نامه د داعش د جنگیالیو راډیو له پاکستانه خپرېږي. د فرهنگ وزارت ویاند، هارون حکیمي وايي: «داعش پورې اړونده د خلافت غږ راډیو له پاکستانه خپرونې کوي».
حکیمی وايي، چې د دوی موندنې ښيي چې د «خلافت غږ» راډیو فریکونسي د افغانستان په خاوره کې نه شته او له پاکستانه خپرېږي. دی وايي: «د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم دوی ته خبر ورکړی چې دغه راډیو د ډیورند لیکې له پورې غاړې څخه خپرونې لري».
له پخوا داسې راپورونه شته چې په افغانستان کې د داعش په نامه جگړه ماري د ډیورنډ له پورې غاړې له اورکرزۍ ایجنسۍ څخه افغانستان ته داخل شوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي و چې د داعش کسان پاکستانیان دي.
د ننگرهار والي ویاند وايي: «والي په جلال اباد ښار کې د پاکستان له کونسلگرۍ څخه غوښتي چې د راډیو د خپرونو مخه ونیسي». خوگیاڼی زیاتوي: «د ملي امنیت چارواکو ته امر شوی چې د راډیو مرکز ومومي او له منځه یې یوسي».