ولسمشر غني له «اسيا زړه» کنفرانس هيله من ستون شوی
ولسمشر اشرف غني هيله من دی، چې د اسيا زړه کنفرانس په څنډه کې د امريکا او چين په منځګړيتوب پاکستاني چارواکو سره د ده خبرې ګټورې وې، چې له امله به يې د پاکستان او افغانستان تر منځ شته بې باورۍ له منځه ولاړې شي او د سولې درېدلې پروسه به يو ځل بيا په ښه توګه پيل شي.
اشرف غني اسيازړه هېوادونو کنفرانس کې له ګډون وروسته تېره ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د اسلام اباد سفر يې «ډېر بريالی او هيله بښونکی و».
«د سولې په اړه جدي خبرې به راتلونکو لنډو ورځو کې پيل شي او پايلې به يې هم ولس ډېرې ژر وويني.»
ولسمشر غني وويل، چې دوی د سولې لپاره «کلونه کلونه انتظار نه شی کولای، بلکې دا خو د اوونيو او مياشتو» خبره ده.
«موږ هغه چا سره خبرو ته تيار يو، چې هېواد کې سوله غواړي او هغه څوک، چې د نورو د ګټو لپاره جنګيږي، موږ به ورسره جګړه کوو او دا زموږ څرګند پيغام دی.»
واک ته له رسېدو وروسته ولسمشر غني ډېر هيله من و، چې د پاکستان په همکارۍ به طالبان د سولې خبرو ته تيار شي، ولې له پرله پسې غوښتنو او ګواښونو وروسته د روان کال اګست کې ولسمشر پاکستان سره د هر ډول اړيکو پرېکون اعلان کړ او زياته يې کړه، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ «نا اعلان شوې» جګړه روانه ده.
اشرف غني پر پاکستان تور ولګاو، چې افغان سوله کې له زړه همکاري نه کوي او له دې وروسته به د سولې ټولې چارې د افغانستان په نوښت پر مخ بوول کيږي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د اشرف غني هيله مندي، به څومره ښې پايلې ولري او که يو ځل بيا به د افغانستان او پاکستان تر منځ د بې باورۍ او دوه اړخيزو تورونو لامل شي.