افغانستانخبرونه

کابل: د بهرنیانو په مېلمستون لس ساعته برید پای ته ورسېد

د کابل ښار په مهمې سیمې شیرپور کې د بهرنیانو په مېلمستون د طالبانو برید د ۱۰ ساعته جګړې وروسته پای ته ورسېد. امنیتي چارواکي وايي چې په برید کې د بهرنیانو په شمول ټول ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ایوب سالنګي نن سهار خبریالانو ته وویل چې دغه برید بېګا ماښام شاوخوا ۶ بجې پیل شو. هغه زیاته کړه چې لومړی د یوې کورلا موټء پر مټ چاودنه وشوه او وروسته څلور ځانمرګي بریدګر مېلمستون ته ننوتل.

د سالنګي له قوله په برید کې دوه هسپانویان وژل شوي او په مېلمستون کې موجود نور بهرنیان امنیتي ځواکونو ژغورلي دي.

سالنګي وویل چې ټول څلور بریدګر د شپې ووژل شول او اوسمهال سیمه کې ارامي ده.

که څه هم تر دې دمه د برید رسمي جزییات نه دي ورکړل شوي خو د کابل د ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي چې دوی ته ۷ ټپیان ور وړل شوي دي.

د دغه برید په اړه لومړی د هسپانیې بهرنیو چارو وزیر وویل چې برید د دوی پر سفارت شوی. وروسته د دغه هېواد لومړي وزیر د بهرنیو چارو وزیر ادعا رد کړله او ویې ویل چې برید د هسپانیې سفارت ته څېرمه شوی او یو هسپانوي ساتونکی وژل شوی دی.

وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی. ذبیح الله مجاهد پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې د «بهرنیو اشغالګرو» یوه میلمستون ته ګڼ شمېر ځانمرګي ننوتلي ، بریدونه دوام لري او درانه تلفات اوښتي دي.

دوه ورځې وړاندې طالبانو یوې ډلې د کندهار هوايي ډګر دننه د امنیتي ځواکونو په یوه کمپ برید وکړ چې لږ تر لږه په کې ۵۰ کسان و وژل شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button