پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلې يوې رسيمي اعلاميې په ترڅ کې د ولسمشر غني له لوري افغانستان کې مېشت وزيرستاني کډوال پاکستاني بلل رد کړل.
پخواني ولسمشر پاکستان ته د ولسمشر غني وروستی سفر هيله بښونکی بللی او زياته کړې يې ده، چې دا سفر بايد افغانستان کې د سولې راوستو او دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو لامل شي، مګر د ولسمشر دا خبره، چې خوست او پکتيکا کې مېشت وزيرستاني کډوال يې پاکستاني بلل يې په سختو ټکو رد کړي دي.
حامد کرزي وويل، چې وزيرستاني هېڅکله پاکستانيان نه دي، بلکې دوی د جګړو او بمباريو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي او له يو کوره بل کور ته راغلي دي.
پخواني ولسمشر ويلي، چې افغانان هېڅکله ډيورينډ کرښه نه مني او دا يې د انګليسي ښکېلاک له لوري د پښتنو پر سينه د تورې ګزار بللی دی.
«د پورتنيو خبرو په استناد موږ وايو، چې وزيرستانيان هېڅکله دلته مهاجر نه دي، بلکې خپل کورونه يې د بمباريو او جګړو له امله له لاسه ورکړي او خپل هېواد کې يې له يو ځايه بل ځای اړولي دي او د نورو افغانانو په څېر حق لري، چې د هېواد په هره سيمه ژوند وکړي.»
پخواني ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې تېره ورځ ولسمشر اشرف غني اسلام اباد کې «اسيا زړه» کنفرانس ته د خپلې وينا په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د کډوالۍ موضوع ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې افغانستان کې هم پاکستاني کډوال اوسيږي.