څه ډول د ځان لپاره موخې وټاکو؟
حمیدالله حمیدي
که تر اوسه نه پوهېږئ، چې په ژوند کې څه غواړئ، ښه خبره داده، چې پوه شئ، څه شی په ژوند کې نه غواړئ. د هغه ټولو څېزونو نوملړ ولیکئ، چې په خپل ژوند کې یې لرئ، خوښ مو نه دي. له ځانه وپوښتئ ((په اوسني وخت کې مې تر ټولو ستره اندېښنه څه ده؟ څه شې مې زیات ځوروي؟ کوم څه دي، چې اوس یې زما فکر ګډوډ کړی؟.)) وروسته له ځانه وپوښتئ څنګه کولای شم دغه څو ستونزې هوارې کړم یا یې له منځه یوسم؟ په اصل کې همدغه د ستونزو حلول ستاسو په هدفونو کې راځي.
د ښه هدف ځانګړنې:
هدف باید څو خاصې ځانګړنې ولري:
هدف باید واضح او مشخص وي.
هدف مو باید تل مثبت وي.
هدف مو د اندازه کلو امکان ولري.
هدف ته په لاس رسي وتوانېږئ.
هدف ته د رسېدلو وخت مو باید معلوم وي.
هدف ته د رسېدلو مسولیت مو باید پر خپله غاړه وي.
۱- هدف مو باید واضح او مشخص وي:
لومړی باید پوه شئ، چې څه شی غواړئ؛ د زیاتو پیسو ګټل مو که موخه وي، معلومه نه ده، چې څمره پیسې ګټل غواوړئ؛ واضح باید وغواړئ، چې په یوه میاشت باید (…) اندازه پیسې وګټم. موخه مو باید تل مثبته وي: (( باید ناروغ نه اوسم)) ښه موخه نه ده ځکه زموږ ذهن د ناروغۍ پر خوا بیایي او په دې اړه مو فکر متمرکز کیږي.
موخه مو باید د اندازه کېدو امکان ولري:
د موخې جوړښت مو باید داسې وي.چې پوه شئ، څمره مو خپل هدف ته نیږدې شوي یئ؟ او په پایله کې ایا هغو ته رسېدلي یئ او که نه؛ د بېلګې په توګه انګلسې مې قوي شوې ده هدف نه دی بلکې موخه مو دا ده، چې په (ټافل) کې بریالي شوي یاست؟.
هدف ته د رسېدلو وخت مو باید معلوم وي:
په لومړي سره کې باید دا روښانه کړئ، چې په څمره وخت کې باید خپلې موخې ته ورسېږئ. هغه غوښتنې، چې ورته د رسېدلو وخت او زمان یې معلوم نه وي هدف نه بلل کیږي؛ بلکې هغه هیلې او خیالونه دي. هدف ته د رسېدلو مسولیت مو پاید پرخپله غاړه وي یا په بله وینا هغه څه ته، چې غواړئ ورسېږئ خپله یې باید تر سره کړئ. د مثال په ډول: (( زوی مې باید واده وکړي)) ستاسو موخه نه ده ځکه زوی ته واده کول ستاسو مسوولیت نه دی. (( فلانی هېواد باید ماته دایمي پناه راکړي) دغه خبره هم ستاسو په موخه کې نه راځي ځکه تاسو تحقق غوښتی او ځان مو بل چاته سپارلی.
موخه باید داسې څه وي چې په کېدلو یې باورمن وی:
یعنې ستاسو ذهن باید و توانیږي،چې پر دې خبره باور وکړئ، چې د دې کار او یا دې شي د لاسته راوړلو توان لرئ. براین تریسي د ((هدف)) په نوم کتاب کې دوه مثالونه را وړي دي، چې له هغو یوه څخه یې دلته یادونه کو هغه وایي: کله مې، چې له یوه زده کوونکي وپوښتل، چې د خپل ځان لپاره یو هدف وټاکي زده کوونکي وویل زه غواړم په ټوله نړۍ کې د یوه کال په اوږدو کې سوله راولم.
تریسي په ډیر احترام ترې وپوښتل:
((ایا ته د ملګرو ملتونو سرمونشي یې؟))
نه!
د امریکا ولسمشر یې؟
نه!
د یوې لویې ډلې مذهبې او معنوي مشر یې
نه!
چې داسې ده نو ګرانه خپل کار کوه! ستا یې په نړیواله سوله څه! ته هڅه وکړه، خپله کورنۍ دې په سوله کې ژوند وکړي.
هدف مو باید د باور وړ وي او تر ډیره امکان ولري. که د ځان لپاره مو داسې یوه موخه وټاکله، چې پوهېږئ پر وس مو پوره نه ده په اصل کې مو د خپلې ماتې لپاره، نقشه جوړه کړې ده، ځکه یو وار مو داسې موخه د ځان لپاره ټاکلې، چې پوهېږئ، چې ورته رسېدای نه شئ او بیا یې، یې چې کله د لاسته راوړلو لپاره هڅه کوئ تل به غمګین او پرېشانه وی. له ځانه سره به وایئ: (( هیڅ هم ونه شول، ما ماتې وخوړه، بې ځایه مې په دې هر څه پیسې ولګولې.))
د ټاکل شویو موخو څو ښې بېلګې:
د ۱۴۹۴ کال تر ۱۲مې میاشتې باید۶۵ کیلو وزن ولرم.
د ۱۳۹۴ کال تر پایه باید ۵۰۰۰۰ ډالره پانګه له ځانه سره ولرم.
د ۱۳۹۵ کال په کانکور کې باید د خپلې خوښې پوهنځی ته بریالی شم.
او داسې نور…
د موخې او هیلې ترمنځ توپیر:
د هرې لاسته راوړنې لومړی او بنسټ فکر کول دي. کله، چې د یوه شي په اړه فکر کوي احساس به ور سره پیدا کړئ. کله مو یې ، چې په اړه ډیر احساس وکړ په اقدام لاس پورې کوئ. کله مو، چې د یوه څه په اړه اقدام وکړ په پایله کې به یې لاسته راوړئ. نو کله چې غواړی معلومه نتجه لاسته راوړي نو د ځان لپاره معلومه موخه وټکئ.
خو که یوازې (فکر) وکړئ او (احساس) ولرئ، خو اقدام ونه کړئ نو تاسو یوازې هیله لرئ بس، خو کله چې غواړئ هدف ته د رسېدلو موسولیت پر خپله غاړه اخلئ او عملي اقدام کوئ، هغه وخت بیا تاسو د هدف درلودونکي یئ.
کېدای شي و وایئ: زما هدف دا و، چې په کانکور کې بریالی شم درس مې ولوست مطالعه مې و کړه خو بیا هم بریالی نه شوم؟ زه وایم دې هدف ته در سېدلو مسولیت ستا پر خپله غاړه وو، د دې پر ځای، چې ګیلې او فریادونه وکړې او له خپله بخته نالښت وکړې، هغه لارې چارې باید ولټوې او په ګوته کړې، چې څه ډول درس باید ولولوم تر څو په کانکور کې بریالی شم. یعنې موختې ته د رسېدو لپاره باید ترمخه ټولې هغه لارې په پام کې ونیول شي څه، چې لازم دي او کولای شئ په اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېږئ.