ارگ ته نږدې يوې باوري سرچينې ويلي دي، چې حکومت پارلماني او د ولسواليو د شوراگانو ټاکنې تر دوو نورو کلونو ځنډوي.
کابل نيوز د دې سرچينې په قول ليکلي دي، چې ملي يووالي حکومت د امريکا په مشوره غواړي، په راتلونکي ميلادي کال کې هم د ولسي جرگې او ولسواليو شوراگانو ټاکنې ونه کړي. د سرچينې په وينا دغه ټاکنې به دوه کاله وروسته له ولسمشريزو ټاکنو سره يو ځای تر سره شي او تر هغه مهاله به د ټاکنيزو اصلاحاتو او د ټاکنو د ترسره کېدو ژمنې او چارې روانې وي.
د مشرانو جرگې يوه غړي صفي الله هاشمي او د ملي شورا يو شمېر غړو د حکومت له لوري د دغو ټاکنو ځنډول له اساسي قانون سره په ټکر کې بللي او زياته کړې يې ده، چې دا به د حکومت پر ضد خلک راوپاروي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ رييس نعيم ايوب زاده او د ټاکنو د څار موسسې غړی حبيب الله شينواری وايي، چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافاتو او د ټاکنو په اړه د سياسي ارادې نه شتوالي حکومت له سختې کمزورۍ سره مخ کړی دی او که ټاکنې پر وخت ترسره نه شي، د حکومت په وړاندې سياسي گواښونه به دوه برابره شي. دوی وويل، حکومت ته به نور د ټاکنو د ځنډولو اجازه ورنه کړي او له سياسي گوندونو سره په گډه به پر حکومت خپل فشارونه روان وساتي.
شنونکي په دې اند دي، چې ملي يووالي حکومت او امريکا دواړه نه غواړي دا ټاکنې پر وخت ترسره شي، بلکې غواړي حالت همداسې دوام وکړي.
د افغانستان پارلماني او د ولسواليو شوراگانو ټاکنې په داسې حال کې د دوو نورو کلونو له پاره ځنډول کېږي، چې تېر کال د ولسمشر غني دويم مرستيال سرور دانش د ټاکنو د ځنډولو له اعلان سره وويل، چې له ټاکنيزو اصلاحاتو وروسته به راتلونکي کال کې دغه ټاکنې ترسره شي. ولسمشر غني هم هغه مهال راتلونکي کال کې د دې ټاکنو د ترسره کېدو ژمنه کړې وه.