خبرونه

د روزگان والي د استرالیايي سرتېرو د بیا راتلو غوښتنه کړې

په روزگان کې د طالبانو له لوري د ملي اردو سرتېرو د پرله پسې ماتو او محاصرو د دې ولایت چارواکي ویرولي دي او غوښتنه یې کړې چې د روزگان د امنیت د ساتلو له پاره باید استرالیايي سرتېري یو ځل بیا راوگرځي.

د روزگان مرکز د ترینکوټ د ښار امنیت د ۲۰۱۴م کال تر پایه پورې له استرالیايي سرتېرو سره و او له هغې وروسته ملي دفاع وزارت ته یې انتقال شو چې له سپتمبر میاشتې راپه دېخوا د دې ولایت ډېرې ولسوالۍ د سقوط په حالت کې دي.

د روزگان والي محمد نذیر خروټي نن له استرالیايي رادیو سره په مرکه کې ویلي چې طالبانو د ترینکوټ ښار ټول محاصره کړی او ځینې وخت خو د ښار ته څېرمه سیمو کې هم گرځي راگرځي. والي زیاته کړه چې د ولایت په نور برخو کې د ملي اردو سرتېري له خپلو ځایونو څخه نه شي راوتی.

خروټي دغه راز وویل چې چوره ولسوالۍ کې د ملي اردو ټول سرتېري محاصره دي او موږ یې مرستې ته نه شو ورتلی. د پارلمان غړی عبیدالله بارکزي دغه راز د والي د خبرو پخلی وکړ او زیاته کړې یې ده چې د استرالیایانو له وتلو وروسته امنیت ډېر خراب شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button