د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د کندوز وروستۍ بمبارۍ کې لاس لرل رد کړي دي. دغه پېښه کې چې د ځایي خلکو په وينا امریکايي الوتکو په کې بمبار وکړ، له سلو ډېر ولسي وگړي مړه او ټپيان شول، چې ډېری يې مېرمنې او کوچنيان وو.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تازه ويلي، چې امريکايي عسکرو دې بمبارۍ کې گډون نه دی کړی. د دغه وزارت چارواکو د روسيې د ار ټي اژانس د خبريال گايانه چيچکيان د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکايي ځواکونو کندوز کې هوايي بمباري کړې ده وويل: «نه دغه عمليات افغان ځواکونو رهبري کول». خو دغو چارواکو د يوه بل خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا د افغان ځواکونو الوتکې د دا ډول بمباريو وړتيا لري، قانع کوونکی ځواب ونه وايه.
امریکايي چارواکي وايي، چې له افغان لوري سره په گډه د پېښې په اړه پلټنې کوي. يوه امريکايي ډپلوماټ په دې اړه رسنيو ته وويل: «دا ډېره ناوړه پېښه وه، کندوز کې دوست ځواکونه دښمن سره په جگړه کې ونښتل او موږ يې ملاتړ وکړ، تر څو د هغوی دفاع وکړو، خو موږ په جدي توگه د ملکي تلفاتو مخنيوي ته پام کوو او له افغان ملگرو سره دا پېښه څېړو».
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې په دې پېښه کې لاس لرل ردوي، چې افغانستان کې د ناټو يوه چارواکي تورن جنرال چارلز کليو لنډ له پېښې وروسته ويلي وو، چې امريکايي الوتکو سيمه کې د افغان ځواکونو هوايي ملاتړ کړی دی.
خو بل پلو امريکايي لوری له دې امله هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو پړه پر افغان لوري غورځوي، چې په وينا يې پر ځمکه اهداف دوی ور په گوته کوي، خو نه شي کولای هوا کې امريکايي پيلوټان سم پوی کړي، چې پر کوم ځای بمونه وغورځوي.