د ملگرو ملتونو سازمان په يوه وروستي راپور کې خبر ورکړی، چې افغانستان کې د حکومت او بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفينو شمېر دا مهال شاوخوا پنځه څلوېښت زرو ته رسېږي، چې يوه برخه يې بهرنيان دي.
اسوشيټيډ پرېس خبري اژانس د ملگرو ملتونو د کارپوهانو په قول ليکلي، چې د القاعده گوند پلويان افغانستان کې د طالبانو په فعاليتونو کې فعاله ونډه لري.
د ملگرو ملتونو په دې راپور کې، چې پرون يې امنيت شورا ته وسپاره ويل شوي، چې افغان حکومت او څو نور هېوادونه اټکل کوي، چې د وسله والو مخالفينو شمېر دا مهال شايد د پنځه څلوېښت زرو شاوخوا وي، چې شل يا پنځه ويشت سلنه يې بهرنيان دي.
دغه راپور څرگنده کړې ده، چې دغو وسله والو مهمې ترورستي ستونزې راپيدا کړې دي.
د م. م له دې راپور سره سم د القاعده شبکې غړي اوس هم افغانستان کې فعاليت کوي او طالبانو سره ښې اړيکې لري. د راپور پر اساس د القاعده اړيکې طالبانو سره يو ځل بيا د هغوی د وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور د مشرۍ پر مهال پياوړې شوې او لا هم ښې روانې دي. د دغې ډلې يو مهم مشر فاروق القحطاني د تېرې مياشتې په درويشتمه نېټه د افغانستان کنړ ولايت کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې له لوري په نښه او ووژل شو. د پنټاگون وياند پيټر کوک وويل، قحطاني غوښتل افغانستان کې د القاعده پټنځايونه يو ځل بيا فعال کړي.
ياد راپور افغانستان کې د داعش په اړه بيا ويلي، چې دغه ډله اوسمهال هلته کمزورې شوې ده. خو د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر عبد الکريم خرم څه موده وړاندې په يوه مرکه کې وويل، چې داعش ډله افغانستان کې د پياوړي کېدو په حال کې ده او امريکا به ډېر ژر له دې ځايه سيمې ته د ترهگرو صادرول پيل کړي. ښاغلي خرم امريکا د داعش په ملاتړ تورنه کړه او زياته يې کړه، چې امريکا د کندوز د سقوط په څېر پېښو باندې د خلکو پام له داعشه بل لور ته اړوي.
سره له دې چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت راپورونو ته په کتو هر کال لسگونه زره وسله وال مخالفين وژل کېږي، خو لا هم د دوی شمېر کم شوی نه دی. د هېواد دننه او بهرني شنونکي او سياستوال په دې اند دي، چې افغانستان کې د امريکا ناسمې پاليسۍ هلته د وسله والو شمېره ورځ له بلې ډېره کړه او لا هم مخ په ډېرېدو ده.
د دوی په اند افغانستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه او هوايي بمبارۍ يو له هغو مهمو لاملونو څخه دي، چې د افغان حکومت او بهرنيانو پر ضد د افغان ولس کينه راپاروي او مخالفت ته يې اړ باسي. په دغو بریدونو کې پر وسله والو سربېره ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.