افغانستانسلايډ

ولسمشر غني: د ۳۶ تنو ملکيانو غچ به اخلم

ولسمشر غني په غور ولايت کې د وروستۍ پېښې د قربانيو له کورنيو سره د خواخوږۍ او د امنيتي وضعې د څارنې له پاره دغه ولايت ته تللی. هغه د خپل سفر په ترڅ کې ويلي دي چې د داعش له لورې د شپږدېرشو وژل شويو ملکيانو غچ به اخلي.

هغه دغه څرګندونې د غور ولايت په مرکز، فيروز کوه کې په يوه غونډه کې کړي. په دغه غونډه کې د کابينې ځينې غړو، امنيتي چارواکو او د غور ولايت مشرانو او سپين ږيرو هم برخه درلوده.

د طلوع تلويزيون د راپور له مخې، ولسمشر د دغه ولايت له خلکو سره ژمنه وکړه چې د داعش له لورې تېره اوونۍ د شپږدېرشو وژل شويو ملکيانو غچ به اخلي. هغه دغه راز د ياد ولايت امنيتي چارواکو ته وويل چې د امنيت د راوستو له پاره له ټولو امکاناتو استفاده وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غور د والي وياند تېره اوونۍ رسنيو سره خبرو کې ويلي وو چې شپږدېرش ملکيان د داعش له لورې نه، بلکې د جمعيت اسلامي ګوند د وسله والو له لورې وژل شوي دي.

د غور د والي وياند، عبد الحي خطيبي رسنيو ته ويلي وو، چې دغه کسان د جمعيت اسلامي اړوند د يوې ډلې له لوري وژل شوي، چې مشري يې د قاري رحمت الله په نوم يو تن کوي.

هغه زياته کړې وه چې دغې ډلې مخکې د غور په يو څلوېښتمه فرقه کې دنده ترسره کوله خو وروسته چې منحل شوه، غير قانوني وسله وال فعاليت يې پيل کړ، چې تېر کال يې څوارلس تنه لارويان هم ووژل. د هغه په وينا دغې ډلې د يو امريکايي تبعه او د ملي اردو د سرتېرو په تښتولو او د يوې ښځې په سنگسار کې هم لاس لرلی دی.

خو ولسمشر غني په خپلو څرګندونو کې ونه ويل چې وژونکي د جمعيت اسلامي ګوند اړوند وسله وال دي. هغه ټينګار کاوه چې د دوی غچ به د داعش له وسله والو اخلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button