خبرونهسلايډ

نړیوال بانک: افغانستان د پانگونې له پاره د اسیا تر ټولو خطرناک هېواد دی

د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان د پانگونې له پاره په نړیواله کچه ۱۸۳ هېواد دی او په اسیا کې تر ټولو لومړی هېواد شمېرل شوی. د نړیوال بانک په دې راپور کې ۱۹۰ هېوادونه شامل دي چې د لست په لومړیو کې د پانگونې له پاره وړ هېوادونه یاد شوي دي.

د راپور له مخې نیوزلیند په نړیواله کچه د پانگونې له پاره تر ټولو وړ هېواد دی او ورپسې سنگاپور، ډنمارک، هانگ کانگ، جنوبي کوریا، ناروې، برتانیا، امریکا، سویډن او پرتگال په دویم کتار کې شامل دي.

راپور دغه زیاته کړې چې سومالیا، اریتریا، لیبیا، ونیزویلا، سویلي سوډان، مرکزي افریقا، کانگو، افغانستان، انگولا، هایتي او چاډ هېوادونه په نړیواله کچه د پانگونې له پاره تر ټولو ناوړه هېوادونه شمېرل کېږي.

نړیوال بانک په دې راپور کې د دې هېوادونو په لسو اداري مرحلو د رغونې جواز، برېښنا او پورنو ته لاسرسی، د ملکیت ثبت، له وړو پانگوالو وېره، له بهرنیو سره سوداگري، د قراردادونو پلي کول او د افلاس په حالت کې د حسابونو صفر کولو باندې څېړنه کړې چې دغه مراحل په افغانستان کې تر ټولو په بد حالت کې پلي کېږي.

بل لوري ته د سوداگرۍ د وزارت د شخصي سکتور مشر رسنیو ته ویلي چې افغان حکومت په دې تېرو دوو ورستیو یاد شوو شاخصونو کې ښه والی راوړی خو د نړیوال بانک چارواکو هغه په خپل راپور کې نه دي یاد کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button