سياسي مفکر: درېيمه نړيواله جګړه به د سني اسلام پر ضد وي
مصري سياسي مفکر، ډاکټر محمد الجوادي وايي چې د تېرو پنځو کلو په اوږدو کې چې په سوریه کې څه پېښ شول، د درېمې نړيوالې جګړې لپاره بنسټيزې پېښې ګڼل کېږي. دغه جګړه په خورا نوي شکل پر مخ روانه ده. ځانګړنه يې دا ده چې، د مختلفو لوريو ترمنځ ده خو ټولې مرمۍ پر يوه لوري لګېږي.
ډاکټر جوادي دغه څرګندونې د الجزيره ټلويزيوني شبکې په ويب پاڼه کې په خپره شوې مقاله کې کړي. هغه وايي «د دې جګړې موخه یوه لاسته رواړنه ده او دا د سني اسلام له منځه وړل دي؛ خو نه يې څرګندوي. د دې جګړې لوبغاړي پخوانۍ کينې له ځان سره لري».
دغه عرب سياسي مفکر په دې باور دی چې د دغې جګړې هدف د اسلام دین هغه ستره برخه ده چې په تاريخي لحاظ اهل سنت والجماعت بلل شوي. هغه وايي، «سره له دې چې په دغه لوی فامیل کې مختلفې ډلګۍ شته، چې هره یوه يې له بلې سره نظري توپير لري او په مختلفو نومونو په خپله یا د بل چا په ادبیاتو او ځېنو علمي او سياسي بحثونو کې نومول کېږي (لکه وهابيان). مګر د اهل سنت پر اصطلاح تاريخي -غیر رسمي- اجماع شته، چې علمي او فقهي اجماع هم ګڼل کېدای شي. که خبره ډېره ساده کړو نو ویلای شو چې، سني اسلام هغه دی چې شيعي نه وي»!
هغه دغه راز د روسيې په ګروژني کې د حکومت له لورې هغه رابلل شوي کنفرانس ته اشاره کړې، چې غوښتل يې د اهل سنت معنا څرګنده کړي. ياد کنفرانس کې د مختلفو هغو حکومتونو ملايانو برخه اخيستې وه، چې روسيې ته نږدې وو. دوی پرېکړه وکړه چې اهل سنت کې سلفيان او اخوان السلمين نه دي شامل. دغه فتوا د مختلفو علماوو له لورې سياسي او بې ارزښته وبلل شوه. جوادي دغه کنفرانس ته په اشاره وايي چې «دوی د مال په زور ځان ته دا حق ورکړ چې د اهل سنت والجماعت صفت په کومو ګوندونو پورې خاص کړي او په کومو پورې نه. له نېکه مرغه په اوسني وخت کې له نورو د انکار نظریه هېڅ اغېزمنه نه ده او تر ډېره بريده پرې څوک اعتراف نه کوي، که څه هم له ډېرو مادي مواردو برخمنه هم وي». هغه وايي مسلمانان چې کله څوک له دين يا جماعت څخه وباسي، په طبيعي او ډېر کامياب شکل يې وباسي، لکه قاديانيان چې له اسلام څخه بهر وبلل شول.
جوادي زياتوي چې «له سوچ او فکر وروسته موږ ته جوتيږي چې، درېیمه نړیواله جګړه ځانګړی حالت لري. هغه دا چې دا د «سني اسلام» پر ضد یوه عجیبه دقیقه پېيل شوې جګړه ده او هېڅکله هم د بل چا پر ضد نه ده. له دغه سني اسلام څخه ډار داسې دوامداره عصبي ناروغي ګرځېدلې ،چې د صليبي جګړو په اوج کې هم نه وه».
ليکوال خپله مقاله پر دې پای ته رسوي چې له اروپايي اتحاديې څخه د انګلستان وتل د دې له پاره وو چې دوی وېرېدل چې د لومړۍ نړيوالې جګړې په څېر يو وار بيا ترکيه له جرمني سره ايتلاف رامنځ ته نه کړي، چې دا د ترکيانو د برلاسي نښه بلل کېږي.