قطر افغانستان کې د تلپاتې سولې د ملاتړ ژمنه کړې
ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی، چې د قطر چارواکو افغانستان کې د نورو برخو تر څنګ د تلپاتې سولې د ملاتړ ژمنه هم کړې ده. د ارګ له خبرپاڼې سره سم قطري چارواکو دا ژمنه ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال کړې ده.
ولسمشر غني وړمه ورځ د دې هېواد د پخواني امير خليفه حمد ال ثاني جنازه کې ګډون لپاره دې هېواد ته تللی و.
هغه سره په ليدنه کې د قطر د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبد الرحمن ال ثاني وويل: «هېواد يې افغانستان سره په بېلا بېلو برخو او په ځانګړي ډول د تلپاتې سولې د ټينګښت په برخه کې همکارۍ ته تيار دی».
نوموړي زياته کړه، چې د قطر پاچا په نږدې راتلونکې کې افغانستان کې د سفارت پرانيستو اراده هم لري.
د يادونې وړ ده، چې قطر کې له څو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو سياسي دفتر پرانستی دی، خو افغانستان او نړۍ لا هم په رسميت نه دی پېژندلی. طالبان وايي، يوازې له همدې ادرسه د سولې خبرې پر مخ وړي او بس.