انځورپاموړټکنالوجيويډيو

د ماشومانو لپاره يوه ډېره پرمختللې او بهترينه زانګو!

د ماشومانو د برخې يوه نامتو سويسي متخصص ډاکټر هاروي کارپ د امریکا د ماساچوسسټ د ټيکنالوژي پوهنتون له مرکز سره په ګډه د کوچنيو ماشومانو لپاره داسې زانګو جوړه کړې ده، چې د دوی د ښه خوب او استراحت په برخه کې ډېره ښه مرسته کولای شي. دا زانګو چې Snoo نومېږي، د پنځو کاله څېړنې په پايله کې جوړه شوې ده. زانګو دری مايکروفونه لري او کله چې ماشوم په زانګو کې په ژړا شي د شاوخوا له غږونو څخه د ماشوم ژړا تشخيصولی شي، خپله د اللو للو … د غږ په ډول ځانګړی موزيکال غږ ورته خپروي چې ماشوم بيرته پرې غلی او ويده شي.
هرڅومره چې ماشوم په تېزه ژاړي هغومره دا ملايم غږ هم ورسره تېزېږي او ماشوم بيرته ويده کېدو ته هڅوي او ويده کوي یې.
او چې د ماشوم ژړا کمېږي دا غږ هم همداسې سوکه،سوکه ورسره کمېږي تر هغو چې غږ بند شي. همدارنګه دا زانګو د ماشوم د کرارېدلو او ژر ويدا کېدا لپاره په اتومات ډول زنګېږي او چې ويده شه بيرته کرارېږي.
د ماشوم مور و پلار کولای شي له لرې څخه هم خپل ماشوم په زانګو کې وزنګوي او يا يې د اللو للو غږ په زوره او سوکه کړي اوهم د ماشوم وضعيت په زانګو کې معلوم کړي، د دې کار لپاره دوی بايد هغه ځانګړی آپليکېشن چې ددې زانګو لپاره جوړ شوی خپل موبايل ته ډاونلوډ کړي او د وای فای له لارې له زانګو سره وصل شي.
دا زانګو ځانګړي اورڼي (هغه ټوټه چې ماشوم پکې پېچي يا تاووي) هم لري چې له خاصو موادو څخه جوړه شوی دی او چې ماشوم ويده کېږي ددې لپاره چې ماشوم په زانګو کې وانه وړي، دا اورڼي دومره مجهز دي چې د شپې د ماشوم په خوب کې د ښورېدلو سره اتومات سست او کلک کېږي او ماشوم ستوني ستغ ويده کېدو څخه بل حالت ته نه پرېږدي.
دا زانګو چارج کېږي او هم له برېښنا څخه کار کوي، کوچني( اېل، اي، ډي) څراغونه هم پکې نصب شوي چې دشپې د څراغونوپه ډول زيرو ګروپونه دي.
ددې زانګو بيه۱۱۶۰ امريکايي ډالر ده.

نور احمد عایل

انځورونه او ويډيو:

kidle4 kidle kidle1 kidle2 kidle3

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button