نثر

ښاخ او پاڼه / له پنده ډکه کیسه

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  یوه ورځ، یوه ښاخ په ډېر کبر، غرور او ټول ځواک سره ځان وښوراوه، چې له امله یې کمزورې پاڼې ترې جلا شوې او ورو په ځمکه وغورځېدې .
  ښاخ څو ځله دا کړنه په ډېر ویاړ او ځانګړي غرور سره ترسره کړه، تر دې چې ټولې پاڼې جلا شوې او ښاخ له خپل دې کار څخه ډېر خوند اخیسته .
  یوه شنه، زیګه او ښکلې پاڼه د ښاخ په وروستۍ برخې پورې نښتې وه او دغه راز د غورځېدلو په وړاندې یې مقاومت کاوه . بڼوال ( باغبان ) تبر په لاس په بڼ کې شاوخوا ګرځېده او هر وچ ښاخ ته به چې رسېده، نو هغه به یې له بېخه غوڅاوه  او له ځانه سره به یې یوړ .
  کله چې د بڼوال سترګې په هغه ښاخ ولګېدې، کوم چې شنه پاڼه پورې نښتې وه، نو د پاڼې په لیدو یې د ښاخ له غوڅولو څخه ډډه وکړه .  د بڼوال له ټګ څخه وروسته د ښاخ او پاڼې ترمنځ شخړه پیل شوه او په پای کې ښاخ یو ځل بیا په ډېر غرور او ټول ځواک سره، څو څو ځله ځان بېدرېغه وښوراوه، تر دې چې پاڼه له خپل ټول مقاومت سره سره لا چاره له ښاخ څخه جلا شوه او په ځمکه را وغورځېده .
   بڼوال یو ځل بیا را وګرځېده، کله چې سترګې یې په هغه ښاخ باندې ولګېدې، پرته له ځنډه یې ښاخ په بېخ کې غوڅ کړ؛ ښاخ پرته له دې چې د نیوکې توان ولري، په ځمکه را وغورځېده . ناڅاپه یې د ځوانې پاڼې غږ واورېده، چې ویل یې، که څه هم ستا په اند زما    نا څیزه ژوند ستا په لاس کې و، خو دا مه هېروه، چې د ژوند نښه دې زه ومه .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close
Back to top button