هرات: د ولايتي شورا يو غړی په مرگ محکوم شو
د هرات د ولايتي شورا يو غړی د سړي تښتونې په تور په اعدام محکوم شوی دی.
د ولايتي شورا دغه غړی حاجي عسکر انوري نومېږي. پر هغه تور دی چې هرات کې د سړي تښتونې يوه ډله لري چې ده يې ملاتړ کوي.
د هرات ښاري محکمې پرون په يوه علني محکمه کې حاجي عسکر انوري ته د مرگ سزا واوروله.
د ولايتي شورا د دغه غړي ډلې څه موده مخکې يو ځوان وتښتاوه او بيا يې د هغه د خوشې کولو په بدل کې دېرش زره ډالر وغوښتل. د ځوان کورنۍ دغه ډالر ورکړل خو د حاجي انوري کسانو هغه د خوشې کولو پر ځای وواژه.
د هرات د ښاري محکمې مشر محمد شعيب ابراهيمي پرون په يوه غونډه کې تورن ته د مرگ او د هغه دوو نورو ملگرو ته د يو او يوولسو کلونو سزا واوروله.
د هرات د ولايتي شورا پر دغه غړي په داسې حال کې د سړي تښتونې په تور د اعدام پرېکړه کېږي، چې دې ولايت کې په دې وروستيو کې د اختطاف پېښې خورا زياتې شوې دي.
د هرات ابتدايي محکمې دوه مياشتې مخکې هم ديارلس تنه په همدې تور په مرگ محکوم کړي دي.