نوبل او ورانه قطب نما
امريکايي سندرغاړي پاپ ډيلان ته ادب کې د نوبل جايزې ورکولو گڼې پوښتنې او بحثونه راولاړ کړل، دا د دې له پاسه چې که موږ دې جايزې ته له يوه ټوليز انساني ليدلوري وگورو، دا یو ناڅاپي او داسې کار و، چې مخکې نه شوی و او نه ښه گڼل شوی و.
طبيعي خبره ده، چې د سويډني اکاډمۍ اتلس غړي کولی شي هر څوک غوره کوي غوره يې کړي. همدا راز مقابل لور کې همدومره نور کسان کولی شي، که دغه غوراوی قناعت ورنه کړي نيوکه وکړي. په دغو خلکو کې داسې عادي خلک هم شته، چې د يوې له عدله ډکې انساني ټولنې خوبونه ويني، چې گډ ارزښتونه او کلتور وځلوي. خو کله چې دغه کسان گوري چې د ادب د ميدان دغه اهمه جايزه د نور ټول انسانيت په نسبت د سندرو او ټنگ ټکور يوه استازي ته ورکول کېږي، د ناکامۍ احساس کوي.
له دې سره سره د سويډني اکاډمۍ همېشنۍ عمومي منشۍ سارا ډانيوس د ډيلان په اړه وويل: «ده د امريکا د سندرو په ستر ميراث کې نوي شعري تعبيرات رامنځته کړل». هغې زياته کړه، چې دغه سندرمار هغه انځور دی، چې پر عصري موسيقۍ «ژور اغېز» لري.
د جايزې کمېټې د خپلې پرېکړې پر مهال د نوموړي د سندريزو البومونو په اړه وويل: «د هغه البومونه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه دي، لکه د انسان، دين، سياست او مينې ټولنيز ظروف».
يادې کمېټې د دغه امريکايي سندرمار د ځانگړتیاو په اړه زياته کړه: «د ده د سندرو کارنامې يو په بل پسې په نويو خپرونو کې خپرې شوې. دغه راز يې په تجربو ولاړ کارونه هم کړي، لکه ټارنټولا (۱۹۷۱)، او د ليکنو او انځورونو ټولگه (۱۹۷۳). او خپل شخصي معلومات يې (۲۰۰۴) چې نيويارک کې د ده د وختيني ژوند يادگارونه يې انځور کړي دي». کمېټې دغه راز د هغه په اړه نور ډېر داسې صفتونه بيان کړل.
دا منل شوې خبره ده، چې سړی يو نوښتگر دی، خو ټول هغه څه چې د ده په اړه ويل کېږي د يوه يتيم پوښتنه او هغه سوالونه نه شي ځوابولی، چې له حده وتلي دي.
دغه سندر غاړی حتی د خپلو سيالانو په پرتله څه خوبي لري چې د نړۍ د ادب هار يې غاړې ته لوېږي؟ او ايا دې غوراوي کې کوم خاص انساني ارزښت او ځانگړی او نادر فن شته، چې جايزه د نړۍ د لسگونو بلکې سلگونو سترو کيسه ويونکو او هنرمندانو له سره تېره شي او ده ته ورسي؟
ايا دا شونې ده، چې بله دې هيڅ لار نه وي پاتې او د ادب جايزه دې يوه دبله مار او سندرغاړي ته ورکړل شي، تش له دې امله چې گڼ استعدادونه لري؟ ايا د سندرو متن ته په خپله د يوه تنگ چوکاټ په سترگه نه کتل کېږي، نو ولې جز نازول کېږي او کل له نظره غورځول کېږي؟
دې خلکو خپله هڅه کړې خو کېدی شي، چې سمې ته رسېدو ورسره خيانت کړی وي، خو که موږ دغه تاج ور په سر کول له نورو سره پرتله کړو نو خبره د تش غوراوي په نسبت ډېره لويه ښکاري.
د مثال په توگه د امريکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰۹ کې د خپلې واکمنۍ پر لومړي کال نوبل جايزه ترلاسه کړه، دا تش له دې کبله چې هغه پرلهپسې ژمنې کړې وې.
کمېټې هغه مهال وويل: «ولسمشر اوباما ته دا جايزه ځکه ورکړل شوه، چې هغه نړيواله ډپلوماسي او د ملتونو تر منځ همکاري پياوړې کړه»، نو په نهو مياشتو کې به د هغه دومره سترې کارنامې څنگه هېرې شي؟
د دې امکان و، چې دغه د بېلا بېلو برخو لرونکې جايزه چې د نړۍ تر ټولو لوړه هغه بلل کېږي، هغه چا ته ورکړل شوې وی، چې زموږ د سيارې مختلف لوري يې رڼا کړي او امتونه، فکرونه او کلتورونه يې سره په اړيکه کې کړي دي او د بشري خميرې په منځ کې پاک، غوره او ډېر نوښتگر ښکاري. خو دومره ده، چې جايزې په بيا بيا ازميښت کې هم دغه هدف ترلاسه نه کړی شو.