سيمه او نړۍ

سرتاج عزيز له ولسمشر غني سره د خبرو اجنډا اعلان کړه

په بهرنيو اړيکو او امنيتي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير نواز شريف سلاکار سرتاج عزيز په «اسيا زړه هېوادونه» کانفرانس کې له ولسمشر غني سره د خبرو اجنډا اعلان کړه.

عزيز ويلي دي، چې غني سره به د کانفرانس په څنګ کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د بېړنيو حالاتو د کنټرول، غذايي امنيت او نورو مسئلو په اړه خبرې وکړي.

نوموړي رسنيو سره په خبرو کې دغه ناسته مهمه وبلله: «ګډونوال هېوادونه د «اسيا زړه هيودونه» کانفرانس له پرېکړو ملاتړ کوي».

تېره ورځ اجراييه رييس عبد الله عبد الله وويل، چې ولسمشر غني په دغه کانفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ځي. وروسته ولسمشر غني هم تاييد کړه، چې له يوه څرګند پيغام سره اسلام اباد ته روان دی. ولسمشر دا غونډه مهمه ياده کړه او په وينا يې دی بايد په کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ولسي جرګې يو شمېر غړو له ولسمشره وغوښتل، چې په دې کانفرانس کې د افغانستان موضوع په ټول صراحت نړيوالو ته څرګنده کړي، څو پاکستان په دې هېواد کې له لاسوهنې ايسار شي.

ويل کېږي، چې کانفرانس کې ګډون کوونکي هېوادونه په له افغانستان سره د خپلو مرستو د نوې کولو اعلان هم وکړي.

ځلاند وېبپاڼه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button