خبرونهسلايډ

د رباني تلین‌غونډه کې کرزي ته سپکاوی شوی

 

د استاد رباني د وژل کېدو په پنځم تلین‌غونډه کې د غونډې ځينو گډونوالو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته سپکاوی کړی. غونډه د لویې جرگې په تالار کې جوړه شوې وه. د غونډې لومړی ویناوال اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وو او له هغه وروسته استاد سیاف غونډې ته وینا کوله چې کډونوالو له ډلې څخه یو تن د کرزي د مرگ شعارونه ورکړل.

کرزي د شعار ورکوونکو په وړاندې پاڅېده تر څو د کډوډئ مخه ونیسي او زیاته یې کړه چې څوک چې غواړي د افغانستان د خلکو تر منځ کرکه او نفرت پیدا کړي د جرگې له تالار څخه دې ووځي. د غونډې نورو کډونوالو بیا د کرزي په ملاتړ شعارونه ورکړل او غونډې خپل نظم له لاسه ورکړ.

دوه کال وړاندې د احمد شاه مسعود د تلین په یاد غونډه کې هم د غونډې گډونوالو د پخواني جهادي رهبر صبغت الله مجددي د وینا پر مهال د هغه سپکاوی وکړ چې وروسته بیا د غونډې مسوولینو بیا له صبغت الله مجددي څخه د دې کړنې له امله بښنه وغوښته.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button