خبرونهسلايډ

حکمتیار: د افغانستان بې‌ثباتي د گاونډیو هیوادونو په گټه نه ده

 

د حزب اسلامي گوند مشر حکمتیار د افغانستان له گاونډیانو غوښتنه کړې چې د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې باید خپل ثبات ونه گوري. ښاغلي حکمتیار نن له افغان حکومت سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ. حکمتیار د حزب اسلامي ګوند مشر له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد د جګړې لار غوره کړې وه خو په دې وروستیو کې یې د سولې لار اختیار کړه او له افغان حکومت سره یوې پایلې ته ورسېد.

حکمتیار د سولې د تړون د لاسلیک په غونډه کې وویل چې افغانستان کې جگړه د بهرنیو هېوادونو په گټه ده او افغانان په کې وژل کېږي. حکمتیار د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل چې د هغې ورځې په هیله دی چې بهرنیان په افغانستان کې خپله مداخله پای ته ورسوي.

د روسانو له وتلو وروسته د وخت ولسمشر ډاکټر نجیب هم له مجاهدینو غوښتنه کړې وه چې د سولې خبرې اترو ته کېني خو د وخت مشرانو د نجیب دغه غوښتنه رد کړه. د شننونکو له نظره د نجیب وروستي کلونه او اوسمهال د افغانستان سیاسي فضا سره ورته والی لري خو هغه وخت حکمتیار د جگړې په انتخاب ډېر تاکید کاوه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button