افغانستانسلايډ

امريکايي قوماندان يو ځل بيا د افغان ځواکونو د تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن يو ځل بيا د جگړې په ډگر کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرگ ژوبلې پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده. نوموړي څو مياشتې مخکې څرگنده کړې وه، چې د دې ځواکونو تلفات د روان کال په لومړيو مياشتو کې د بل هر وخت پر پرتله ډېر شوي دي.

جنرال نېکولسن ويلي، چې طالبان هڅې کوي د هېواد ځينې نورې سيمې هم لاندې کړي، چې له همدې کبله يې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی. له نړيوالو راپورونو سره سم طالبان دا مهال د هېواد پينځه دېرش سلنه ځمکه ولکه کې لري او پاتې نور ټول هېواد کې هم جگړې کوي. پنجشېر د افغانستان يوازيني ولايت و چې له يوه وروستي راپور سره سم جگړه په کې نه شته.

خو جنرال نېکولسن په دې نظر دی چې افغان ځواکونه د پخوا په نسبت پياوړي شوي دي او د ځينو ښارونو د سقوط مخه يې نيولې ده. دا په داسې حال کې ده، چې نږدې پينځه ستر ښارونه دا مهال د طالبانو له لوري د سقوط له گواښ سره مخ دي.

د يادونې وړ ده، چې هېواد کې د روانو جگړو له کبله هره ورځ سلگونه کورنۍ بې ځايه کېږي او د ملگرو ملتونو له راپور سره سم سږ کال به له يو مليون ډېر کسان افغانستان کې بې ځايه شي، چې بېړنيو بشري مرسته ته به اړتيا ډېره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button