پاموړټکنالوجي

څنګه خپل ورک موبايل په شپېلک وهلو سره را پيدا کړو؟!

که چېرته په دفترکې د مېز په شاوخوا او يا هم په اتاق کې په کمبلو، توشکو او يا هم د بالښت شاه ته درڅخه موبايل وغورځي يا ورک شي، کولای شئ په يوازې يو ځل شپېلک وهلو سره موبايل پيدا کړئ. ددئ کار لپاره لومړی د خپل انډرويډ سپورټ کوونکي موبايل: سمسونګ ګلکسي ، سوني، هواوې، ايچ ټي سي څخه ګوګل پلې سټور ته لاړ شئ، پاس د سرچ په ځای کې په عربي تورو (اين الجوال ) وليکئ،
(چون دا اپليکېشن ما تجربه کړی او ډاونلوډ کړی مې دی، کنه نور ډېر اپلېکېشنونه شته چې په انګرېزي ورته Whistle Phone Finder هم ليکلی شئ.)
کله مو چې را ډاونلوډ کړ، له هغه وروسته اپلېکشن په خپل موبايل کې راخلاص کړئ په لومړي سر کې (تشغيل) کليک کړئ بيا چې موبايل هر چېرته په اتاق کې واچوئ ستاسې په شپېلک وهلو سره به موبايل هم زنګونه شروع کړي او له ډېرو پلټلو او په موبايل پسې اخوادېخوا ګرځېدلو څخه به خلاص شئ.
يادوونه: ددې پروګرام له راخلاصولو وروسته په مينو کې له تشغيل لاندې
ايفاف صوت: غږ بندوي
ايفاف التطبيق: هغه وخت چې نه غواړئ پروګرام کار وکړي دا بټن کليک کړئ
تغيير النغمة: زنګ ورته بدلولی شئ، چې ستاسې له شپېلک سره موبايل څه ډول زنګ درته ته وکړي چې زه دلته يم؟

د لاندې لينک په کېکاږلو یې خپل موبايل ته ډاونلوډ کولای شئ
https://play.google.com/store/apps/details…

نوراحمد عایل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button