پاموړ
آیفون ۱۷ د ۲۰۲۶ کال د تر ټولو قوي بیټرۍ لرونکی موبایل شو

د ټکنالوژۍ مشهورې وېبپاڼې «سينېټ» د ۲۰۲۶ کال په ازموینه کې د ۳۵ سمارټ فونونو د بیټرۍ فعالیت ارزولی دی.
د پایلو له مخې «ایپل» او «ون پلس» هغه برانډونه دي چې تر ټولو ښه بیټرۍ لایف یې وړاندې کړې ده.
ازموینې د ویډیو سټریمینګ او سټریس ټېسټ له لارې ترسره شوې او له ۱۰۰ سلنه چارج څخه پیل شوې.
په دغو ازموینو کې «آیفون ۱۷» لومړی مقام خپل کړی دی.
دوهم ځای «ون پلس ۱۵» ته ورغلی دی.
راپور وایي پرمختللي چپونه او د سافټویر ښه انرژي مدیریت د دغو موبایلونو د بریا مهم لاملونه دي.
همداراز نوې سیلیکون-کاربن بیټرۍ ټکنالوژي د لږ ځای په کارولو ډېره انرژي زېرمه کوي.
سينېټ ټینګار کړی چې ۲۰۲۶ کال د اوږدمهاله بیټرۍ لرونکو سمارټ فونونو لپاره مهم کال بلل کېږي.


