خبرونهسلايډ

بنگلدیش: د ترهگرو په برید کې ۲۰ تنه وژل شوي

د بنگلدیش په پلازمېنه ډاکا کې ترهگرو په یوه کافي‌شاپ باندې له برید سره شاوخوا ۲۰ تنو وژلي دي او څو نور کسان په کې ټپیان شوي دي. تر دې دمه د وژل شوو کسانو تابعیت نه دی اعلان شوی.

د بنگلدیش پولیسو د ځانگړو عملیاتو له لارې وکولی شول چې ۱۳ تنه برمته شوي له ترهگرو څخه ژوندي ونیسي. ویل کېږي چې د پولیسو په عملیاتو کې له برید کوونکو څخه شپږ تنه مړه شوي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.

د بنگلدیش لومړۍ وزیرې حسینه واجد دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او ویلي دي چې د دې حکومت به ترهگر له ريښو سره ورک کړي.

د پېښې پړه د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

له تېر یوه کال راهیسې د بنگلدیش حکومت ډېری اسلامپال بندیان کړي او د بنگلدیش د جماعت اسلامي ډلې مشران یې اعدام کړي چې له امله یې د بنگلدیش امنیتي حالت یې خراب کړی دی.

بنگلدیش حکومت تر دې دمه ۱۰۰۰ تنه کسان د اسلامپالو سره د مرستې په تړاو نیولي دي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button