راپورونهسلايډسيمه او نړۍ
ترکان: د داعش لخوا ترکیې ته نومول شوی امیر مو ونیو

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د ترکیې لپاره د داعش ډلې تش په نامه د امیر د نیولو کیدو نه خبر ورکړ.
سلیمان سویلو د ټولنیزې رسنیو له لارې په خپور کړي پیغام کې د ترکیې لپاره د داعش ډلې تش په نامه د امیر د نیولو له امله د ترکیې د امنیتي ارګانونو نه مننه وکړه.
د ویلو ده چې د ترکیې لپاره د داعش ډلې امیر محمود اوزدن د استانبول د استخباراتو او ترهګرې پر خلاف د مبارزې د ریاست د ځواکونو لخوا په ادانا ولایت کې نیول شوی دی.نوموړی په ادانا ولایت کې د نیول کیدو نه وروسته استانبول ته راوړل شوی دی او د تحقیقاتو نه وروسته د محکمې لخوا حپس ته اچول شوی دی.
هغه ویلي دي چې د ترکیې لپاره د داعش ترهګرې ډلې امیر د ډیرو مهمو پلانونو سره نیول شوی دی.
د ویلو ده چې په ترکیه کې د داعش ډلې ته دا تر ټولو ستر ګوزار دی چې ورکول کیږي.