افغانستانراپورونه

رایې ورکوونکې: بایومیتریک او د رایې ورکوونکو لېست ستونزې لري

په ټاکنو کې د تخنیکي ستونزو د موجودیت له امله رایې ورکوونکي شکایت لري. د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بایومتیریک سیستم کې ستونزې او دغه راز په لېست کې د نومونو نه موجودیت سترې ستونزې دي.

خبریالان وايي، لسګونه کسان د یادو ستونزو له امله د رایې ورکولو له حق محروم شوي دي او د ټاکنو کمیسیون باید ددغه ستونزې حل ته مټې و نغاړي. بلخوا نا امني او په ځینو سیمو کې امنیتي پېښې هم د اندېښنې وړ بلل شوې دي. بلخوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، دغه ستونزه یې وړاندې حل کړې ده او په اړه یې د ټاکنیزو پروسو کارکوونکو ته هم لارښونه کړې ده.

د سرچینې په خبره هغه کسان چې نومونه یې په سیستم او لېست کې نشته، د خپل سټیکر د سریال نمبر له لارې خپل معلومات په سیستم کې پیدا کولی شي. کمیسیون وایي نورې ستونزې به هم حل شي او خلکو ته د رایې ورکولو زمینه برابرېږي.

Tags

ورته مطالب

Back to top button