شعر

غزل / محمد حسین هنرمل

 

چي ارمان مړ هيلي ايرې شي بيا شاعر شي سړئ

چي دژوند كُل ښار جنازي شي بيا شاعر شي سړی

چي دزړه شونډي ترېنه وغواړي په سوال څه نه شي

چي ديار سترګي پيمانې شي بيا شاعر شي سړی

چي استعمار پكي په غلا سكروټي وغورځوي

چي پښتونخوا لمبې لمبې شي بيا شاعر شي سړی

چي له درباره يې بې اوښكو بل سوغات نه راوړي

چي لاس ختلئ ؛ پښې ستنې شي بيا شاعر شي سړئ

چي په محفل كي دلمرونو پرېماني وويني

چي دجونګړو ډېوې مړې شي بيا شاعر شي سړئ

چي هنرمل غوندي سرتير ورته حسين حسين شي

چي وخت يزيد لاس يې چړې شي بيا شاعر شي سړئ

 

محمد حسین هنرمل، ږوب سوهيلي پښتونخوا
Tags

Related Articles

Back to top button