پاموړ

۹ هغه کارونه چې د نوي کاروبار د پراختیا لپاره یې باید وکړئ

لومړۍ برخه

۱. خپل کاروبار تعریف کړئ

اړتیا ده چې خپل وخت او هغه پیسې چې غواړی نوې پانګونې ته یې ځانګړې کړې، مشخصې کړئ. دا باید واضیح شي چې دغه کاروبار ته فول ټایم کار کوی او که نیمه ورځ؟ پر دې سربېره دا هم باید څرګنده شي چې ستاسې نوی کاروبار ټاکلي ځای ته اړتیا لري او که مو ټولو کارونه په انلاین بڼه ترسره کېدای شي؟ کله مو چې دغو ابتدايي سوالونو ته ځوابونه ورکړل، نور نو چمتو یی چې کاروبار پیل کړئ. تاسې غواړی چې کاروبار مو حرکت پیدا کړي او په چټکۍ پراختیا وموخي؛ خو په یاد ولری چې دا د بیړې کار نه دی او څو پړاوونه دي چې باید ترې تېر شی.

۲. له متخصصینو پوښتنه وکړئ

تر ټولو ښه لاره چې تاسې په کاروبار کې له تېروتنو ساتلی شي دا ده چې په خپله څېړنه وکړئ. څومره مو چې له لاسه کېږي د کاروبار او سوداګرۍ د پیل په اړه مطالعه وکړئ. له هغو کسانو سره چې کوچني کاروبارونه لري، مشوره هم له یاده مه وباسئ. دغه راز تاسې ښايي په مالي برخه او مالیاتو کې د مشورې لپاره د یوه حسابدار مشورې ته هم اړتیا ولرئ.

۳. مارکېټ مو وپېژنئ

ستاسې سوداګري د ټولو خلکو لپاره نه ده. په حقیقت کې هغه کېدای شي ډېره ځانګړې وي. یوازې دا بسنه نه کوي چې تاسې خپل مشتریان وپېژنئ، بلکې اړتیا ده چې تاسې د هغوی له اړتیاوو او د اخیستلو له ځینو عادتونو سره هم اشنا وی. دغه کار له دې لارې ممکن دی چې تاسې مو له مشتریانو سره اړیکه ولری او د خپلو تولیداتو او بیو په اړه یې نظر وپوښتئ. د دې ترڅنګ پر دې هم باید ځان پوه کړی چې د چا پر وړاندې درېدلي یی. خپل سوداګریز رقیبان تشخیص کړی او له دې ځان خبر کړی چې هغوی څه شی بازار ته وړاندې کوي، څنګه یې پلوري او څومره لګښت ورباندې کوي؟ د هغوی د پیاوړتیا او کمزورۍ پر ټکو تمرکز وکړئ. په دې ډول تاسې کولی شی، له هغوی وړاندې شی« ټیټه بیه د دغه کار لپاره تر ټولو غوره لاره ده.»

۴. پر لګښتونو مو کار وکړئ

ستاسې د کاروبار ځای ښايي تر ټولو ستر لګښت وي، په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې د هغه لپاره په لومړۍ درجه سیمو کې ځای نیسی. د دغه لګښت د مخنیوي لپاره یوازینۍ لاره دا ده چې له خپله کوره یې پیل کړئ. که مو کله پر کور سربېره د بل ځای لپاره اړتیا پیدا شوه، د مناسب ځای په لټه کې اوسئ او په بیه کې تر خپله وسه چنه ووهئ.
د دې تر څنګ مو پر نورو لګښتونو هم کار کولی شی، د بېلګې په توګه پر اکمالاتو، فرنیچر او ان د کارکوونکو پر معاشونو. په یاد ولرئ چې له بانک څخه د پور اخیستل او د هغې بېرته پرې کول ښايي ستونزمن وي، نو هڅه وکړی چې خپلې پیسې وکاروئ.

نور بیا…

ژباړه

ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button