سلايډنظر او تحلیل

۷۰کلن ناکام سیاست!

ځلاندنظر 

په ۱۹۴۷م کال کې د هند نیمې وچې له تجزیې شاوخوا اویا کاله وشول. د هند د وېش په پایله کې زموږ په ګاونډ کې پاکستان د یوه نوي دولت په بڼه راڅرګند شو. په دې ترتیب له برتانوي هند سره زموږ د ډیورنډ (۱۸۹۳) کال لانجمن تړون میراثدار نور پاکستان شو. خو پاکستان کله هم د ډیورنډ کرښه متنازع ونه بلله. پاکستان له خپل پيدایښت راهیسې، ډیورنډ کرښه، له افغانستان سره خپله نړیواله پوله ګڼي.

کله چې د پاکستان رسمیت پېژندنې مسئله په ملګرو ملتونو کې راپورته شوه، افغانستان یوازنی هېواد و، چې منفي رایه یې ورکړه، خو د افغانستان دې دریځ یوازې دوه اوونۍ دوام وکړ. ډېر ژر افغانستان پاکستان د یوه نوي دولت په توګه په رسمیت وپېژاند او د دواړو دولتونو ترمنځ سفیران تبادله شول. په نړیوالو ناستو کې شاید دا د افغانستان یوازنی داسې دریځ و، چې د ډیورنډ مسئله یې په کې راپورته کړه. له دې وروسته، د ډیورنډ لانجه او د پښتونستان داعیې بګتۍ یوازې کابل کې غږول شوې او تاو یې زموږ ولس ته رسېدلی. د پښتونستان غوښتنې یا ډیورنډ لیکې نه منلو سیاست یوازې موږ ته تاوانونه رااوړلي. په اقتصادي لحاظ یې ګوښي کړي یو او په سیاسي لحاظ یې تل له ستراتيژیکو دوستانو بې برخې کړي یو. د سړې جګړې پر مهال، هغه وخت چې نړۍ په دوو متضادو قطبونو وېشل شوې وه، له غرب او عربو سره د افغانستان د ښو اړیکو پر لار تر ټولو ستر خنډ زموږ د پښتونستاني سیاست پالل و. د داوود خان استازي، سردارد محمد نعیم ته امریکایانو په ډېر صراحت سره ویلي و چې که غواړئ موږ درسره نظامي مرستې وکړو، نو له پاکستان سره مو اړیکې ښې کړئ. له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو مطلب د ډیورنډ لانجې حل و. کله چې داوود د ډیورنډ پر سر حل ته چمتو شوی، په کابل کې د غوايي کودتا هر څه پر بل مخ کړل.

اوس په نړیواله او سیمه ییزه کچه چین د یوه بل اقتصادي او سیاسي ځواک په توګه راپورته کېږي. چین هم زموږ په پرتله له پاکستان سره ډېرې نژدې اړیکې لري. ویلای شو چې چین د پاکستان سیمه ییز او نړیوال ستراتيژيک دوست هېواد دی. اوس که موږ پر ډیورنډ ټینګار کوو، یو ځل بیا به هغه بیه پرې کوو، چې د سړې جګړې پر مهال مو پرې کړه. پر ډیورنډ زموږ ټینګار او د پورې غاړې په اصطلاح پښتنو مالي ملاتړ موږ ته له تاوان پرته نور څه نه لري.

کابل ته د پاکستان د پښتنو ګوندونو د مشرانو سفر ځینو ته دا هیله وربښله چې ګواکې دغه سیاستوال په پاکستان کې د افغانستان د ګټو ساتندویان دي. موږ متاسفانه ۷۰کاله دغه سیاست ته دوام ورکړی، نه مو پښتانه راخپل کړای شول، نو مو ډیورنډ –لږ تر لږه- په نړیوالو کانفرانسونو کې مطرح کړای شو او له پاکستان او لوېدیځ بلاک سره مو اړیکې ترینګلې کړې. کله چې د افغان جهاد پر مهال جهادي تنظیمونه په پېښور کې مېشت وو او بیا د کابل ښکلا تنظیمي جګړو وتروړله … دا ټول د هغه سیاست غچ و چې زموږ تېرو حکومت پاللی و. زموږ د ډیورنډ پولې د پورې غاړې د ځینو پښتنو سیاستوالو تمویل او تطمیع سیاست ګټه یوازې څو تنو خانانو ته رسېدلې، هغوی ته چې د افغانستان ډیورنډ سیاست ورته لنګه خوا شوې. افغانستان تل د پورې غاړې پر خانانو له اندازې زیات حساب کړی، د افغانستان حساب او پانګونه کله هم سمه نه ده ختلې.

په حقیقت کې دغه پښتنو سیاستوال د هغو سیاستونو د تنظیم برخه دي، چې له اسلام اباد څخه جوړېږي. دا اوس د همدغو سیاستوالو د سفر نتیجه دا راووته چې غني يې تیار کړ، چې نوازشریف سره وګوري. اشرف غني بې له دې چې پر نوازشریف خپل شرایط ومني، په اصطلاح د پښتونولۍ په پار د نوازشریف کتنې ته تیارېږي. دغو پښتنو د فلم هغه صحنه بریالۍ ولوبوله، چې پنجاب نه شوای لوبولای. دوی یو ځل بیا په افغانستان کې د پنجاب د لوی سیاست پلي کوونکي شول، خو موږ په ناسم ډول ګومان کوو چې د دوی سیاستونه به د افغانستان ستراتیژيک مشکلات حل کړي. دا هغه هیله ده چې ۷۰کلن سیاست یې تمه بې ځایه خوشبیني ثابتوي!

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button