روغتيا

یو داسي واکسين جوړيدوته نږدې ده چې د هرډول زکام مخه نیسي

نزله اوزکام ته د ناروغي په سترکه نه کتل د دي لامل کرځي، چې د ستونې،سیني،سږي او د تنفس د نلونو د ناوړه ناروغيو بڼه خپله کړي.
د زکام د وايرس ځیني ډولونه وبايي خواص لري او کله ناکله خطرناکه بڼه هم غوره کوي.
د زکام لپاره اوس هم درمل کارول کيږي او طبي مشوره ناروغ ته دا وي چې مایعات زیات واخلي اوښه غذا وخوري ترڅو يې د بدن مقاومت د دې وایرس په وړاندي ټيټ نشي.

خو اوس د ساینس ژونال په يوه تازه راپورکې راغلي، چې د امريکا د ماونټ سنايي پوهنتون طبي ماهرينو د څو نورو مهمو طبي ادارو په مرسته د زکام د يوه داسي جامع واکسين په جوړولو کار پيل کړي چې د هرډول زکام مخه ونیسي.

دوي له ۲۰۱۷نه په يوه ډله رضاکارو خلکو تجربې پيل کړې چې اوس د دغه ډول واکسين د بشيړه بري لورته نږدې شوي دي.

Related Articles

Back to top button