راپورونهويډيو

یو افغان ځوان ایران کې د سختو شکنجو له امله مړ شوی +ویډیو

په یوې ویډیو کې چې ټولنیزو رسنیو کې هم ښکته پورته کېږي، یو زلمکی افغان لیدل کېږي چې د ایرانیانو له خوا شکنجه شوی دی.
د دې پېښې کره معلومات لا رسمي سرچینو نه دي خپاره کړي، خو د راپورونو له مخې دا پېښه د ایران د قشم ټاپو په یوه کلي کې شوې ده.
د قشم څارنوال د ایران خبري اژانس “ایرنا” سره خبرو کې د دغه افغان ځوان وهل ټکول منلي دي.
خو سپونتیک خبري ویبپاڼه وایی چې ځوان د سختو شکنجو له امله ژوند له لاسه ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د بد چلند ویډیوګانې خپرېږي. وړاندې هم د ایراني پوځیانو له خوا د نیول شویو افغانانو د ځورونې او سپکاوي وېډیوګانې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوي دي.

Tags

Related Articles

Back to top button