افغانستان

یوناما: د روان کال جګړو ۲۰۵۰۰ انجونې له زده کړو پاتې کړي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) نن د ښځو په وړاندې د تاوترېخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځې په مناسبت مطبوعاتي اعلامیه کې ادعا کړې چې د روان کال جګړو تر ۲۰ زره پورته انجونې له زده کړو محرومه کړي دي.

یوناما لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه وايي چې روانو جګړو او شخړو په پراخه کچه زده کړو ته د مېرمنو لاس رسی محدود کړی دی.

د راپور له مخې افغانستان کې د ۲۰۱۵ز کال په لومړنیو نهو میاشتو کې د جګړو له کبله ۲۱۰ ښوونځي تړل شوي دي چې له کبله يې ۲۰۵۰۰ انجونې له زده کړو محرومې شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې جګړو تر ټولو زیات اغېز په ختیځو سیمو کې کړی دی: «ختیځې سیمې تر نورو ډیرې اغیزمنې شویدي، چې شاوخوا ۱۳۰۰۰ نجونې د ګواښونو او نورو مستقیمو حملو له کبله ښوونځیو ته نشي تللی».

سږکال ډيورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې د داعش په نوم وسله‌والې ډلې لسګونه ښوونځي وتړل چې له کبله یې سلګونو کورنۍ په کډوالۍ مجبور شول.

په افغانستان کې ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د یوناما د دفترسرپرست تدامیچي یاماماتو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه وویل چې «په نړیواله کچه د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی ډیر عام او په عین حال کې پټ شوی واقعیت دی».

د یوناما د راپور له مخې په افغانستان کې د ښځو او نجونو په وړاندې تاوتریخوالی په پراخه کچه شتون لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button