راپورونهګنګوسې

یوسف نورستانی ممکن امریکا کې په لس کلن بند محکوم شي

افغان حکومت د محمد یوسف نورستاني د قضیه پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي دي چې جرم شخصي عمل دی، او که چېرې ښاغلي نورستاني امریکا کې له قانون سره په ټکر کې عمل ترسره کړی وي، د امریکا عدلي او قضايي بنسټونه کولای شي چې پر وړاندې یې پرېکړه وکړي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي چې جرم شخصي عمل دی او که ښاغلي نورستاني امریکا کې غیر قانوني عمل ترسره کړی وي د امریکا عدلي او قضايي بنسټونه کولای شي د هغه پر وړاندې پرېکړه وکړي.

ښاغلي صدیقي پر ټويټر لیکلي چې یوسف نورستانی  د افغانستان او امریکا تبعیت لري.

یوسف نورستانی ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر او مشرانو جرګه کې د سناتو په توګه پاتې شوی دی، چې اوس امریکا کې د عامه پیسو د غلا په تور محکوم شوی دی.

یوسف نورستاني امریکا کې فدرالي محکمې کې منلي چې د امریکا ټولنیزې خیر ښېګڼې ادارې یې تر سل زرو ډېر ډالر ترلاسه کړي دي.

 د امریکا له ټولنیزې خیر ښېګڼې ادارې هغه کسان مرستې ترلاسه کولای شي، چې امریکا کې استوګن وي او حکومت ته له ۳۰ ورځو د ډېر بهرني سفرونو رپوت ور کړي، چې ښاغلي نورستاني په خپله منلې چې دغې ادارې ته یې د خپل سفرونو او استوګنې په هکله دروغ ویلي دي. ټاکل شوې د ښاغلي نورستاني پر وړاندې د محکمې حکم د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشت کې صادر شي، چې نوموړی ممکن په لس کلن بند محکوم شي.

ورته مطالب

Back to top button