افغانستانراپورونه

یوازې ۶ میاشتو کې ۲۵ صرافان تښتول شوي، وژل شوي او يا هم لوټل شوي دي

د افغانستان د صرفانو د سرتاسر شورا مسوولين وايي، يوازې د ۱۳۹۹ کال په شپږو مياشتو کې ۲۵ صرفان يا تښتول شوي، وژل شوي او يا هم لوټل شوي دي.
د صرافانو د سرتاسري شورا مشر مير افغان صافي افغانيې ته وويل، د صرافانو د امنيت ساتنې په برخه کې حکومت ګرم دی، د دوی د خوندي توب لپاره يې هېڅ راز همکاري نه‌ده کړې.
د صرفانو د سرتاسري شورا له لوري په شريکو شويو مالوماتو کې راغلي، په تېره يوه مياشت کې په پرلپسې ډول د صرافانو د وژنې او تښتونې درې پېښې رامنځ ته شوې دي:
« ۱۵ورځې د مخه په لوګر کې يو صراف ووژل شو. همدا ډول لس ورځې د مخه په څلورمو مکروريانو کې د حميد الله په نوم يو صراف ووژل شو او پيسې يې ولوټل شوې. په تازه پېښه کې درې ورځې د مخه د بلخ د صرافانو مشر حاجي عبدالقيوم د نامعلومو وسله‌والو له لوري وتښتول شو، چې تر اوسه يې هېڅ درک نشته. هر کله چې صراف وتښتول شي، د راخلاصون لپاره يې حکومت هغومره لټه نه کوي، بلکې کورنۍ يې غلو او اختطاف کوونکو ته پيسې ورکوي او را خلاصون ته يې تيارۍ نيسي.»
په مزارشريف کې د شمس الرحمن په نوم يو صراف وايي، ډېری وخت تښتول شوي صرافان د پيسو د نه ورکړې او يا هم د حکومت د مداخلې له امله قرباني کېږي:
«کله چې اختطاف چيان پيسې وغواړي، کورنۍ يې پوليس په جريان کې کړي، د صراف د ضايعه کېدو ډېر امکان وي. هر وخت صرافان د غلو تر تعقيب لاندې وي، که حکومت په دې برخه کې ګوټلي ګامونه پورته نه کړي، نو په راتلونکي کې به ډېری پانګوال او سوداګر د هېواد پرېښودو ته اړ شي او خپلې پانګې به وباسي.»
د مالوماتو له مخې د صرافانو پر وړاندې تر ډېر د تښتوونو، غلاوو او وژنې پېښې په هرات، کابل، مزار او ننګرهار کې رامنځته کېږي.
د کابل ښار صرافانو نن په یوه اعتراضیه غونډه کې شهزاده سرای تړلی دی. د صرافانو شورا مشر میر افغان صافی وایي، چې د وروستیو ناامنیو له امله‌يې په ټول هېواد کې اعتصاب کړی او دوی له حکومت څخه‌ د امنيت غوښتنه کوي. دوی وايي، که يې امنيت خوندي نه‌شي، نو خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین د صرافانو اعتصاب ته په غبرګون وویل، چې د ملي سوداګرو او پانګوالو د امنیت ټینګول‌یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې يې د هراوخیزه همکاریو ډاډ ورکړ.
د ارین په وینا په مزار شریف کې هم د تښتولو وروستۍ پېښه د پولیسو ترڅيړنو او کشف لاندې ده.

ورته مطالب

Back to top button